کالیفورنیا د بحران په سیوری کې: د بې‌کوره‌ کېدل ریکارډ د طلایی ایالت کې ثبت شو

ډېر شمېر بې‌کوره کسان په کالیفورنیا ایالت کې د سن‌حوزه ښار په سړکونو او پارکونو کې د خپلو موټرو دننه ژوند کوی. د سن‌حوزه ښار د تایلر سړک. عکس: فیصل کریمی/نوروز

سکرمنتو، کالیفورنیا — د بې‌کوره‌توب بحران په کالیفورنیا کې په ۲۰۲۴ کال کې بې‌ساری کچې ته ورسېد، داسې چې د دې ایالت شاوخوا نیم سلنه اوسېدونکی له بې‌کوره‌توب سره لاس او ګریوان دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د کور جوړولو او ښاری پراختیا وزارت د کلنی ارزونې راپور له مخې، کالیفورنیا په متحده ایالاتو کې د دویم لوړ بې‌کوره‌توب کچه لری، چې د ملی اوسط ۰.۲۳ سلنې په پرتله خورا لوړه ده.

راپور ښیی چې کالیفورنیا د ۲۰۲۴ کال په جریان کې ۱۸۷,۰۸۴ بې‌کوره وګړی لری، چې دا د هېواد تر ټولو لویه بې‌کوره ټولنه ده. همداراز، دا ایالت د بې‌سرپناه خلکو تر ټولو لوړه کچه لری، داسې چې ۴۸ تنه له هر ۱۰,۰۰۰ کسانو څخه په کالیفورنیا کې له یوه ثابت استوګنځی پرته ژوند کوی. دا شمېره د ملی اوسط دوه برابره زیاته ده.

د نوروز خبرپاڼه

د دې راپور له مخې، کالیفورنیا د لږ عاید لرونکو کسانو لپاره د ۲۱،۰۰۰ ارزانه استوګنځایونو له کمښت سره مخامخ دی. د کور کرایو لوړېدل او د تنخاګانو رکود دا بحران نور هم پراخ کړی دی.

په داسې حال کې چې د کور کرایې په دوامداره توګه لوړې شوې دی، ډېری کورنۍ د ژوندانه د لګښتونو په برابرولو کې پاتې راغلی او بې‌کوره‌توب ته اړ شوی دی. د کرونا وبا پر مهال د مالی او قانونی ملاتړ پای ته رسېدل، لکه د کورونو د خالی کولو ضد قوانین او د کرایې مرستې، هم ډېرې کورنۍ بې‌سرپناه کړې دی.

په دې راپور کې دا هم راغلی چې طبیعی افتونه او د کډوالو زیاتوالی هم دا بحران لا پسې پراخ کړی دی. د کالیفورنیا په شمالی او مرکزی سیمو کې پراخ اورلګېدنې زرګونه خلک بې‌کوره کړی، چې ډېری یې مجبور شوی په لنډمهاله سرپناوو یا سړکونو کې ژوند وکړی. دا وضعیت، په ځانګړې توګه د کورنیو او ماشومانو لپاره، لا ډېر بحرانی شوی، ځکه چې د بې‌کوره ماشومانو شمېر په بې‌ساری توګه زیات شوی دی.

کالیفورنیا، چې د نړۍ له سترو اقتصادونو څخه ګڼل کېږی، په امریکا کې د تر ټولو ډېر بې‌کوره وګړو درلودونکې ایالت هم دی. راپور زیاتوی چې د دې ایالت هڅې، لکه د سرپناوو ظرفیت لوړول او د بې‌کوره‌توب د چټک حل لپاره لومړیتوب ورکول، لا هم د لوړېدونکې اړتیا پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

کارپوهان باور لری چې د دې بحران د کمولو لپاره باید د ارزانه استوګنځایونو په برخه کې ډېرې پانګونې وشی، د بې‌کوره‌توب د مخنیوی پروګرامونه عملی شی، او د استوګنې ته د لاسرسی نژادیز نابرابرۍ ته د حل لاره وموندل شی.

له نوروز مېډیا سره مرسته وکړئ
که دا مطلب ستاسو لپاره ګټور و، مهربانی وکړئ زموږ د کار ملاتړ وکړئ. ستاسو مرسته موږ سره مرسته کوی چې خپلو خلکو ته باوری خبرونه او ګټور معلومات وړاندې کړو.

مطالب مرتبط

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *