د مهاجرینو د مشروطه استوګنې پروګرام د پای ته رسیدو په اړه د حقوقی او مدنی ټولنو د بنسوټونو اعلامیه

د امریکا د کورنی امنیت وزارت لخوا د یو شمیر مهاجرینو د مشروطه استوګنې د پای ته رسولو رسمی اعلان وروسته، په کالیفورنیا کې حقوقی او مدنی ټولنېز بنسوټونه وروستی تحولات په اندیښنی سره څاری.
سپوژمی نصیری، چې په امریکا کې میشته د مهاجرت وکیله ده او د سپوژمی ناصری د حقوقی بنسټ مشره ده، وویل ؛د متحده ایالاتو د کورنی امنیت وزارت (دی اچ ایس) لخوا د ناڅاپی پریکړې په اړه نور بشپړ معلومات یا وضاحت شتون نلری.؛ هغه په ټول هیواد کې د مهاجرت وکیلانو سره په اړیکه کې دا ټینګار کوی چې مهاجرین باید د خپل مهاجرت حال د خوندی ساتلو لپاره اړین اقدامات وکړی.
سپوژمی نصیری دا هم وایی که چیرې یو کس مخکې د (Parole)یا مشروطه استوګنی په اساس د دندی جواز ترلاسه کړی وی او د پناه غوښتنې یا د ځانګړی مهاجرت ویزې یعنی (SIV) لپاره یې غوښتنه کړې وی، نو دوی باید د خپلې (SIV) قضیې پراساس د دندی جواز لپاره نوی غوښتنلیکونه وسپاری. د دی سره به دا ډاډ ترلاسه شی چې د هغوی د دندی جواز په سمه توګه د هغوی اوسنی مهاجرت حالت سره سمون لری.
د نوروز خبرپاڼه
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی دی:
هغه کسان چې مخکې له مخکې یې د مهاجرت غوښتنلیکونه یی سپارلی وی باید تل د خپل مهاجرت اسنادونو یوه کاپی له ځان سره ولری ترڅو د اړتیا په وخت کې یی چارواکو ته وښایی.
هغه کسان چې لا تر اوسه یې د مهاجرت لپاره غوښتنلیکونه نه دی ورکړی باید بې له ځنډه د مهاجرت ویزو پروګرام لکه (SIV) او نورو ورته لارو او پروګرامونو څخه د غوښتنلکونو په سپارختنو کښی اقدامات وکړی.
په ورته حال کښی د کالیفورنیا افغانانو هیلی ټولنی هم اعلان کړی چې د هغو مهاجرو تر څنګ به ودریږی کوم چې د ډیپورټ یا د امریکا د ویستلو خطر سره مخ دی. د دې ټولنې مشر جعفر واحدی وویل، ؛د افغانانو د هیلی ټولنه د حقوقی او مدنی بنسوټونو سره په همکارۍ کار کوی چې اړینی قانونی سرچینې برابرې کړی او د کالیفورنیا په ایالت کې د ملاتړ او د لاس نیوی په اړه تدابیر پورته کړی.
همدارنګه، نوروز رسنی، چې په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو لپاره یوه ټولن میشته رسنۍ ده، اعلان کړی چې دوی به د رسمی او قانونی سرچینو څخه وروستی او تازه معلومات د خپلې درې ژبو ویب پاڼې لخوا (په دری، پښتو او انګریزی ژبو) او ټولنیزو رسنیو پاڼو له لارې چمتو کړی. دا رسنۍ ژمنه کوی چی د کډوالو اندیښنو ته په هر اړخیز ډول ځواب ووایی او کډوال ده وروستیو تحولاتو څخه خبر وساتی.
مهمه یادونه:
دا پیغام یوازې د عمومی معلوماتو لپاره دی او باید د قانونی مشورې په توګه ونه ګڼل شی. ستاسو د انفرادی وضعیت سره سم قانونی مرستو ترلاسه کولو لپاره، سپارښتنه کیږی چې د مهاجرت تجربه لرونکی وکیل سره اړیکه ونیسئ.
په درناوی.
د کډوالو مشورتی او همکار بنسوټونه
د سپوژمی ناصری حقوقی بنسټ
د افغان-امریکایی ټولنیز بنسټ
د افغانانو د هیلې ټولنه



