خپل حقوق وپېژنئ؛ که د مهاجرت پولیس ستاسو کور ته راشی!

ټول هغه کسان چې په متحده ایالاتو کې ژوند کوی، په شمول د غیرقانونی مهاجرینو، د امریکا د اساسی قانون له مخې ځانګړی حقوق لری. که تاسو په دې هېواد کې غیرقانونی پناه‌غوښتونکی یاست او د مهاجرت مامورین (ICE) ستاسو د کور دروازه وټکوی، نو دا باید وپوهېږئ چې تاسو لاندې حقوق لرئ:

تاسو اړتیا نه لرئ چې دروازه خلاصه کړئ

  • تاسو مکلف نه یاست چې دروازه خلاصه کړئ یا د مامورینو ته د کور دننه د داخلېدو اجازه ورکړئ، مګر که دوی یو قانونی د لټون حکم ولری چې د قاضی لخوا لاسلیک شوی وی.
  • د ICE د اخراج حکم د لټون له حکم سره یو شان نه دی. که دا یوازینی سند وی چې دوی ورسره لری، نو دوی قانونی حق نه لری چې کور ته دننه شی، پرته له دې چې تاسو د دوی د داخلېدو لپاره شفاهی اجازه ورکړئ.
  • که مامورین ادعا وکړی چې دوی د قاضی لخوا لاسلیک شوی لټون حکم لری، له هغوی وغواړئ چې دا د دروازې لاندې دننه واچوی یا یې د کړکۍ له لارې تاسو ته وښیی، تر څو تاسو یې وګورئ.
  • که لټون حکم ستاسو سم نوم او پته ونه لری یا لاسلیک شوی نه وی، نو تاسو مکلف نه یاست چې دروازه پرانیزئ یا هغوی ته د داخلېدو اجازه ورکړئ.
  • که تاسو پریکړه وکړئ چې له مامورینو سره خبرې وکړئ، نو دا اړتیا نشته چې دروازه خلاصه کړئ. تاسو کولی شئ د دروازې له شاته له هغوی سره خبرې وکړئ یا له کور څخه بهر لاړ شئ او دروازه بنده کړئ.

شما حق تاسو د چوپتیا حق لرئ

د نوروز خبرپاڼه

  • تاسو اړتیا نه لرئ چې له مهاجرتی مامورینو سره خبرې وکړئ یا د دوی هیڅ پوښتنې ته ځواب ورکړئ.
  • که له تاسو وپوښتل شی چې چیرې زیږیدلی یاست یا څنګه متحده ایالاتو ته داخل شوی یاست، تاسو کولی شئ له ځواب ویلو ډډه وکړئ یا چوپ پاتې شئ.
  • که تاسو پرېکړه وکړئ چې چوپ پاتې شئ، ووایئ: “زه پرېکړه لرم چې چوپ پاتې شم.”
  • تاسو کولی شئ د خپلو حقوقو یو کارت مامور ته وښیئ (په انګلیسی یا فارسی) چې پکې لیکل شوی وی چې تاسو به چوپ پاتې شئ او غواړئ له یو وکیل سره خبرې وکړئ.
  • تاسو کولی شئ له دې ډډه وکړئ چې داسې اسناد وښیئ چې ستاسو د تابعیت هیواد څرګندوی.
  • له جعلی اسنادو کار اخیستل مه کوئ او دروغ مه وایئ.

تاسو د وکیل سره د خبرې کولو حق لرئ

  • اکه تاسو ونیول شئ یا بندی شئ، حق لرئ چې وکیل ولرئ او له خپل وکیل سره د اړیکې لپاره تلیفونی زنګ ووهئ. له مامورینو وغواړئ چې تاسو ته د “راهنمای بازداشتی‌ها” نسخه درکړی، ترڅو د توقیف مرکز د مقرراتو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
  • حتی که تاسو وکیل ونه لرئ، کولی شئ مهاجرتی مامورینو ته ووایئ چې غواړئ له یو وکیل سره خبرې وکړئ.
  • که تاسو وکیل لرئ، حق لرئ چې ورسره خبرې وکړئ. که تاسو د G-28 فورمه لرئ چې ستاسو د وکیل استازیتوب تاییدوی، نو دا فورمه مهاجرتی مامور ته وسپارئ.
  • که تاسو وکیل ونه لرئ، له مهاجرتی مامور وغواړئ چې تاسو ته د هغو وکیلانو لېست درکړی چې وړیا حقوقی مرسته برابروی.
  • تاسو حق لرئ چې له خپل هیواد د قونسلګرۍ دفتر سره اړیکه ونیسئ. قونسلګری ممکن تاسو ته د وکیل موندلو په برخه کې مرسته وکړی.
  • تاسو کولی شئ له دې ډډه وکړئ چې هر ډول سند لاسلیک کړئ تر هغه چې تاسو د وکیل سره د مشورې فرصت ولرئ.
  • که تاسو پریکړه وکړئ چې له وکیل سره له مشورې پرته کوم سند لاسلیک کړئ، نو باید ډاډ ترلاسه کړئ چې د سند ټول جزئیات درک کړئ او پوه شئ چې دا څه معنی لری مخکې له دې چې لاسلیک یې کړئ.
  • که تاسو د توقیف له لسو ورځو وروسته په خپل حساب کې کافی پیسې ونه لرئ، تاسو حق لرئ چې له خپلې کورنۍ یا ملګرو سره د وړیا تلیفونی تماس غوښتنه وکړئ.

دا معلومات یوازې د عامه خبرتیا لپاره دی او قانونی مشوره نه ګڼل کېږی. تاسو باید د دې معلوماتو پر اساس هیڅ قانونی اقدام ونه کړئ، پرته له دې چې له یو جواز لرونکی او تجربه لرونکی مهاجرتی وکیل سره مشوره وکړئ.

دا معلومات د چودرو د مهاجرتی حقوقو دفتر له ویب‌سایټ څخه پشتو ته ژباړل شوی دی.

له نوروز مېډیا سره مرسته وکړئ
که دا مطلب ستاسو لپاره ګټور و، مهربانی وکړئ زموږ د کار ملاتړ وکړئ. ستاسو مرسته موږ سره مرسته کوی چې خپلو خلکو ته باوری خبرونه او ګټور معلومات وړاندې کړو.

مطالب مرتبط

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *