د حقوقی او رسنیزو بنسټونو خبرپاڼه د مهاجرو د مشروط استوګنې د اصلاحیې په اړه

توسط: نوروز مدیا

د امریکا د کورنیو چارو وزارت (DHS) نن د یو شمېر مهاجرو لپاره د «مشروط استوګنې پای» تر سرلیک لاندې خبرتیا خپره کړې ده. دا خبرتیا د مهاجرو، په ځانګړی ډول د هغو افغان مهاجرو لپاره چې مشروط استوګنه لری، ژوره اندېښنه رامنځته کړې ده.

سپوژمی نصیری چې په کالیفورنیا کې د مهاجرت حقوقی مشاور ده، وایی چې اوس DHS د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۱مه، یو شمېر مشروط استوګنه لرونکو مهاجرو ته د بریښنالیک له لارې تایید کړې چې دا خبرتیاوې په تېروتنه استول شوې دی. د اصلاحیې په رسمی متن کې راغلی دی:
«هیڅ قانونی اقدام به د ستاسو د مشروط استوګنې په اړه نه تر سره کېږی… ستاسو د مشروط استوګنې شرایط هماغه دی لکه څنګه چې په پیل کې صادر شوی وو، او دا مهال هیڅ بدلون پکې نه‌دی راغلی.»

دغه بریښنالیک د امریکا د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۱مه د یو شمېر افغان مهاجرو لپاره استولی دی.

د نوروز خبرپاڼه

مهم او عاجل ټکی:
• دا اصلاحیه د DHS تر دې دمه ورستۍ او رسمی اعلامیه ده.
• لا هم روښانه نه‌ده چې دا اصلاحیه د کومو کسانو لپاره صادره شوې ده.
• هغه کسان چې مخکې یې د «مشروط استوګنې د پای» خبرتیا ترلاسه کړې، باید خپل ایمیلونه په دقت سره وڅاری ترڅو وګوری چې آیا اصلاحیه ورته استول شوې ده که نه.
• د ټرمپ ادارې مهاجرتی پالیسۍ پرله‌پسې او اکثراً بې له مخکېنی اعلان بدلېږی.
• که چیرې تاسو د پناه غوښتنې یا د ځانګړې مهاجرتی ویزې (SIV) غوښتنه کړې وی، نو باید د اوسنی قضیې له مخې نوی د کار اجازه‌لیک درخواست کړئ، څو ستاسو د کار وضعیت د مهاجرتی حالت سره همغږی شی.

سپوژمی نصیری تر دې دمه لاندې مهم ټکی یاد کړی دی:

موږ د مهاجرو د اندېښنو او اضطراب درک لرو او ټولنې ته ډاډ ورکوو چې د DHS ټولې رسمی اعلامیې به په دوامداره او دقیق ډول تعقیب کړو، او هر ډول تایید شوی معلومات به ژر تر ژره له خلکو سره شریک کړو.

یادونه:
دا خبرپاڼه یوازې د عمومی معلوماتو لپاره چمتو شوې ده او د شخصی حقوقی مشورې ځای نه نیسی.
که ستاسو وضعیت ځانګړی وی، مهربانی وکړئ یو تجربه‌لرونکی د مهاجرت وکیل سره مستقیم تماس ونیسئ.

په درناوی،
د سپوژمی نصیری حقوقی بنسټ
نوروز میدیا
د افغان امید ټولنه – کالیفورنیا
د افغان-امریکایی ټولنیز بنسټ
۱۱ اپریل ۲۰۲۵

له نوروز مېډیا سره مرسته وکړئ
که دا مطلب ستاسو لپاره ګټور و، مهربانی وکړئ زموږ د کار ملاتړ وکړئ. ستاسو مرسته موږ سره مرسته کوی چې خپلو خلکو ته باوری خبرونه او ګټور معلومات وړاندې کړو.

مطالب مرتبط

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *