نوی قوانین چې مستقیم ستاسو پر جیب اغیزه کوی

ځینې نوی قوانین په کالیفورنیا کې پلی کیږی چې د خلکو پر مالی وضعیت مستقیم اغیزه لری. دا قوانین د اضافی برداشت فیسونو، ګډونونو او حتی طبی پورونو په څیر مسلو پورې تړلی دی.
نوی کال! نوی قوانین!
د ABC 10 د راپور له مخې، د کالیفورنیا والی ګوین نیوسام سلګونه نوی قوانین تصویب کړی، چې ډېر یې د ۲۰۲۵ کال له پیل سره پلی کیږی. دا قوانین مستقیم پر مالی وضعیت اغیزه لری او د خلکو ورځنی ژوند متأثر کوی.
اضافی برداشت فیسونه
د د مصرفوونکو مالی حقونو د ملاتړ دفتر اټکل کوی چې ۲۳ میلیونه کورنۍ هر کال د اضافی برداشت فیسونه تادیه کوی. دا فیسونه کله ناکله د خلکو پر مالی وضعیت سخت بار وی، په ځانګړې توګه د هغو لپاره چې ټیټ عاید لری.
د نوروز خبرپاڼه
مورین پالی، د مالی چارو کارپوهه، وایی:
“که زه ۲۵ ډالر اضافه برداشت وکړم، زه یوازې ۲۵ ډالر ته اړتیا نه لرم چې حساب مې بېرته عادی شی، بلکې باید د ۲۵ ډالرو ترڅنګ ۳۵ ډالر اضافی هم ورکړم.”
اوس، د کالیفورنیا ایالت د دوو نویو قوانینو تصویبولو سره هڅه کړې چې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړی.
بانکونه او د پورونو اتحادیې چې د ایالت تر نظارت لاندې دی، نور نشی کولی له هغو مشتریانو اضافی فیسونه واخلی چې د حساب نه موجودی لری. که تاسو د پورونو د اتحادیې غړی یاست، نو اوس د اضافی برداشت فیسونو لپاره محدودیت ټاکل شوی دی.
دا قوانین په ځانګړې توګه د ټیټ عاید لرونکو خلکو د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی.
پالی زیاتوی:
“دا قوانین له ډېرې مودې راهیسې خلک زیانمن کړی، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د دې فیسونو د ورکولو لپاره کافی پیسې نه لری.”
دا قوانین د جنورۍ له لومړۍ څخه پلی کیږی.
طبی پورونه
له جنورۍ څخه، طبی پورونه به نور ستاسو د اعتباری راپورونو (Credit Report) کې نه ثبتېږی. دا قانون د خلکو د مالی اسانتیا لپاره تصویب شوی، ځکه چې طبی پورونه د خلکو د اعتباری نمرې (Credit Score) کمښت لامل ګرځی، چې د پور اخیستو، د کور د وام اخیستو او نورو مالی معاملو لپاره مهم دی.
که څه هم دا قانون ستاسو طبی پورونه نه بښی، خو دا ډاډ ورکوی چې پورونه به ستاسو د اعتباری نمرې (Credit Score) ته زیان ونه رسوی.
له بلې خوا، دا قانون د طبی کارتونو پورونو ته نه تطبیقېږی. که تاسو د طبی لګښتونو د پوره کولو لپاره د کریډیټ کارت کارولی وی، نو دا قانون به ستاسو پور ته شامل نه وی.
ګډونونه (Subscriptions)
لغو کول اسانه شول!
د نوی قانون له مخې، د ګډون لغو کول به د پخوا په پرتله اسانه شی.
شرکتونه باید خپل د اتوماتی تمدید پالیسی داسې تنظیم کړی چې مصرفوونکی وکولای شی په هماغه اسانه طریقه خپل ګډون لغوه کړی، لکه څنګه چې یې ثبت کړی و.
د CNET یوه تازه سروې ښیی چې مصرفوونکی په اوسط ډول هره میاشت ۹۱ ډالر د ګډونونو لپاره مصرفوی، چې په کال کې تر ۱,۰۰۰ ډالرو زیات کیږی.
نیکی وولنی، د CNET مدیر، وایی:
“ډېر خدماتی شرکتونه د خپلو ګډونونو بیې لږ لږ لوړوی، شاید یوازې ۱ یا ۲ ډالر هر کال، خو دا اضافه شوې اندازه په چټکۍ سره ډېرېږی.”
دا قانون د ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتې څخه پلی کیږی.
د خوراکی توکو تحویل (Food Delivery)
که تاسو له اوبر ایټس (Uber Eats) یا دوردش (DoorDash) څخه د خوراکی توکو د تحویل خدمت کاروئ، نو ژر به وکولای شئ د تحویل ورکوونکی (Delivery Driver) په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
اوس به تاسو د تحویل ورکوونکی نوم او انځور وګورئ، ترڅو د امنیتی اندېښنو مخنیوی وشی.
دا قانون د مشتریانو د امنیت زیاتولو لپاره جوړ شوی دی او د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې څخه پلی کیږی.




