په تېرو دوو میاشتو کې ۳۴۰۰ کسان له افغانستان څخه متحده ایالاتو ته کډوال شوی

په تېرو دوو میاشتو کې، ۳۴۰۸ افغان کډوال متحده ایالاتو ته راغلی دی. د امریکا د کډوالو منلو پروګرام د راپور له مخې، د اکتوبر او نومبر میاشتو په اوږدو کې، ۱۴۷۹۱ کډوال امریکا ته داخل شوی، چې له دې ډلې څخه ۲۳ سلنه یې د افغانستان وګړی دی. دا شمېرې ښیی چې افغانستان لا هم د متحده ایالاتو لپاره یو له مهمو کډوال صادرونکو هېوادونو څخه دی.
دا شمېرې د ځانګړو مهاجرتی ویزو (SIV)، P1 او P2 دوسیې لرونکو کډوالو ته شاملېږی.
د نوروز خبرپاڼه
د راپور له مخې، ډېری افغان کډوال سږکال په کالیفورنیا، ټکساس، او ویرجینیا کې مېشت شوی دی، په داسې حال کې چې لږ شمېر یې د ورمانټ، سویلی داکوتا، او الاباما ایالتونو ته استول شوی دی. دا جغرافیوی ویش ښیی چې مختلف ایالتونه د کډوالو لپاره بیلابیل شرایط لری، او ځینې ایالتونه د لا زیاتو اسانتیاوو له امله د زیات شمېر مهاجرینو کوربه توب کوی.
د دې بهیر له مخې، ډېر افغان کډوال په امریکا کې د کار، تعلیمی او روغتیایی خدماتو، او د نوی ژوند د پیل لپاره فرصتونو ته سترګې په لار دی. مختلف حمایتی پروګرامونه د دوی د اسکان او د امریکا له کلتور او ټولنې سره د تطابق لپاره عملی شوی دی.
دا شمېرې د دې اړتیا هم روښانه کوی چې د کډوالو د ملاتړ لپاره باید لا زیاتې منابع او پالیسۍ پلی شی، په ځانګړی ډول په هغو ایالتونو کې چې زیات کډوال منی.
د متحده ایالاتو د کډوالو منلو پروګرام د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې، د نومبر تر پایه، ۱۵،۱۵۴ افغان کډوال امریکا ته راغلی دی. د دسمبر میاشتې رسمی شمېرې لا هم نه دی اعلان شوی. دا راپور هغه مهاجر نهپېژنی چې د مکزیک له لارې په غیرقانونی ډول امریکا ته داخل شوی دی.




