ټرمپ د نږدې ۱۶۶۰ افغان پناه غوښتونکو د الوتنو د بندیدو امر وکړ.
واشنګټن، د جنورۍ ۲۰، ۲۰۲۵ – د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ټرمپ، د خپلې دویمې دورې د کار په لومړۍ ورځ امر کړی چې د نږدې ۱۶۶۰ افغانستانی پناه غوښتونکو الوتنې، چې د متحده ایالاتو لپاره د بیا میشتېدو لپاره تصویب شوې وې، لغوه شی.
دغه کسان هغه افراد شامل دی چې د امریکا له پوځ سره یې کار کړی، یتیم ماشومان، او هغه کسان چې د امریکا د پخوانی حکومت سره د همکارۍ له امله، د طالبانو د انتقام له ګواښ سره مخ دی.
د رویټرز خبری آژانس د راپور له مخې، د امریکا د حکومت یوه چارواکی او شان وندایور، چې د افغان ایواک ائتلاف مشری کوی، ویلی چې افغانستانی پناه غوښتونکی له هغه لیست څخه ایستل شوی چې پر اساس یې دوی باید د کابل او نورو سیمو، په ځانګړی ډول پاکستان څخه امریکا ته انتقال شوی وای.
د نوروز خبرپاڼه
وندایور ویلی: “افغانان او فعالان په سخت اضطراب کې دی. تر اوسه مې نن څلور ځله خپل موبایل چارج کړی، ځکه چې ډېر زیات کسان راته زنګ وهی.”
دا پرېکړه همداراز زرګونه نور پناه غوښتونکی، چې د متحده ایالاتو لخوا د بیا میشتېدو لپاره تایید شوی، خو لا هم د دوی لپاره ځانګړی پروازونه ندی تنظیم شوی، له نامعلوم برخلیک سره مخ کوی.
د ټرمپ حکومت دا اقدام د مهاجرت د محدودولو د پالیسۍ د یوې برخې په توګه کړی، او اعلان یې کړی چې دا پالیسی د هغو ټولنو د فشار کمولو لپاره ده چې لا دمخه د ګڼ شمېر مهاجرینو د منلو له امله تر سختو شرایطو لاندې دی.
ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د انتخاباتی کمپاین پر مهال، د مهاجرت د محدودولو او د پناهندګۍ پروګرامونو د لا سختولو موضوع ته لومړیتوب ورکړی و. هغه ژمنه کړې وه چې د پناهندګانو د شمیر په کمولو سره، به د امریکا داخلی امنیت او منابع خوندی وساتی.
دا بدلونونه همداراز هغو پناه غوښتونکو ته تاوان رسوی چې د امریکا د قراردادی شرکتونو یا له امریکا سره تړلو سازمانونو سره یې کار کړی دی. د راپورونو له مخې، یو زیات شمېر هغه افغانستانی اتباع، چې د امریکا د خدمتونو له امله د پناهندګۍ شرایط یې پوره کړی وو، د دې پرېکړې له امله اغېزمن شوی دی.
وندایور او د امریکا د حکومت چارواکی ویلی، هغه افغانان چې د بیا میشتېدو لپاره تایید شوی وو، له لیست څخه ایستل شوی دی. دا پناه غوښتونکی باید د جنورۍ له میاشتې تر اپریل پورې امریکا ته انتقال شوی وای.
دوی ویلی، دغه پناه غوښتونکی شاوخوا ۲۰۰ تنه د هغو افغان – امریکایی نظامی پرسونل کورنۍ دی چې په امریکا کې زیږیدلی، یا د افغانستان هغه اتباع دی چې امریکا ته راغلی، د امریکا پوځ ته یې خدمت کړی او وروسته یې تابعیت ترلاسه کړی دی.
همداراز، د هغو کسانو ترڅنګ چې د افغانستان د پخوانی حکومت لپاره یې د طالبانو پر ضد جګړه کړې، شاوخوا ۲۰۰ بې سرپرسته ماشومان، او د هغو ماشومانو والدین هم شامل دی، چې د تخلیې په بهیر کې امریکا ته انتقال شوی وو.
د نامعلوم شمیر هغو افغانانو یادونه هم شوې چې د امریکا د قراردادیانو یا له امریکا سره تړلو سازمانونو سره د کار کولو له امله د پناهندګۍ شرایط پوره کوی، خو اوس یې برخلیک نا معلوم پاتې شوی.
د ټرمپ د پرېکړې غندنه
دا پرېکړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنۍ اړیکو د کمیټې د اقلیت غړو له سخت غبرګون سره مخ شوې. دوی په خپل رسمی حساب کې لیکلی: “دا یو د شرم وړ پرېښودل دی. د هغو تایید شویو او څېړل شویو متحدینو پرېښودل چې د طالبانو له ګواښ سره مخ دی، غیر انسانی دی.”

له دې پرېکړې وروسته، د ټرمپ د دویمې دورې له پیل سره سم، د هغه له لومړنیو اقداماتو څخه به د امریکا د پناهندګۍ د پروګرامونو د څلور میاشتو لپاره تعلیق وی. سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې دا اقدام د امریکا د داخلی منابعو د ساتنې او د ځینو ایالتونو د زیات مهاجرتی فشار د کمولو لپاره ترسره شوی دی.
دا پرېکړه په ځانګړی ډول هغو امریکایی ټولنو ته متوجه ده چې د مهاجرت د زیاتوالی له امله تر سختو فشارونو لاندې دی. د ټرمپ اداره وایی چې دا سیاستونه د امنیت او داخلی منابعو د ښه مدیریت لپاره طرحه شوی دی.



