د واشنګټن مهاجرین له ژبنی خنډونو تر کلتوری او اقتصادی ستونزو پورې له سختیو سره مخ دی

فیصل کریمیتوسط: فیصل کریمی

واشنګټن – تازه راغلی افغان مهاجرین په واشنګټن ایالت کې له پیچلو ستونزو سره مخ دی، چې د دوی پر اقتصادی، ټولنیز وضعیت او روانی سلامت ژور اغېز کړی دی. د “پالیسی څېړنیز انسټیټیوټ” د یوه نوی راپور موندنې ښیی چې کمزوری ژبنی مهارت، د تحصیلی اسنادو نه پېژندل، د ماشومانو د ساتنې لوړ لګښتونه او د ترانسپورټی ستونزو شتون، د دې مهاجرینو تر ټولو لویې ننګونې دی.

په دې څېړنه کې، چې ۷۶ افغان مهاجرین پکې برخه اخیستې، د هغوی د ژوند له اصلی خنډونو څخه یو واضحه انځور وړاندې شوی. شاوخوا ۵۷ سلنه ګډونوالو ویلی چې په کار بوخت دی، خو زیاتره یې موقتی، کم معاشه، یا د دوی له زده کړو او تخصص سره نه تړلی کارونه ترسره کوی.

د ژبنی مهارتونو کمښت د یو اساسی خنډ په توګه یاد شوی دی. ۴۲ سلنه برخه‌والو ویلی چې د انګلیسی ژبې د زده کړې د محدودو فرصتونو له امله، لا هم له دې ستونزې سره مخ دی.

د نوروز خبرپاڼه

دندې او کاری فرصتونه

یو له مهمو ستونزو څخه د بهرنیو تحصیلی اسنادو نه پېژندل دی. یوازې ۱۶ کسانو ویلی چې د دوی تحصیلی اسناد د امریکایی کارفرمایانو لخوا په رسمی توګه منل شوی دی. دا وضعیت د دې لامل شوی چې با تجربه او لوړې زده کړې لرونکی کسان د ټیټ معاش لرونکو او غیر مرتبطو کارونو ته اړ شی.

همداراز، د ترانسپورټ نشتون هم یوه جدی ستونزه ده. ډېری مهاجرین، په ځانګړې توګه ښځې، د موټر چلولو جواز نه لری او د عامه ترانسپورټ څخه کار اخلی، چې د ډېر وخت نیولو له امله، د هغوی د کاری فرصتونو لپاره خنډ ګرځی.

د ښځو لپاره زیاتې ننګونې

افغان مهاجرې ښځې له ځانګړو ستونزو سره مخ دی. د ماشومانو د ساتنې لوړ لګښتونه هغه یو مهم خنډ دی، چې ډېرې ښځې له کار کولو منع کوی. ډېری ښځو په دې څېړنه کې ویلی چې د ماشوم ساتنې لګښتونه د دوی د عاید ۸۰ سلنه مصرفوی، چې دا کار کولو ته د هغوی لیوالتیا راکموی.

همداراز، د کلتوری ممانعتونو له امله، ډېری کورنۍ د ماشومانو د ساتنې له رسمی خدماتو څخه ډډه کوی، چې دا وضعیت نور هم خرابوی.

یوه ښځه، چې په دې څېړنه کې یې برخه اخیستې، وایی:

“حتی که زه کار پیدا کړم، د معاش لویه برخه به مې د ماشومانو د ساتنې لګښت ته لاړه شی. نو، دا کار هېڅ اقتصادی ګټه نه لری.”

مهاجرې ښځې همداراز د کورنی مسؤلیتونو او کلتوری محدودیتونو له امله د کار بازار ته لاسرسی نه لری. یوې برخوالې ویلی:

“د ماشومانو ساتنه او د کور کارونه د افغانو مېرمنو لپاره لومړیتوب لری، چې دا د دوی کاری فرصتونه محدودوی.”

د ژبنی مهارتونو کمښت د ښځو لپاره یوه بله جدی ستونزه ده. ډېرې مېرمنې د انګلیسی ژبې کورسونو ته د لاسرسی له ستونزو، لوړو لګښتونو، یا د کورنیو مسؤلیتونو له امله، نشی کولی په دغو درسونو کې ګډون وکړی.

روانی سلامت او اقتصادی ستونزې

راپور ښیی چې دندې ته نه لاسرسی د ښځو پر روانی سلامت ژور اغېز لری. انزوا او بېکاری د هغوی د فشار، اضطراب، او ژور خپګان لامل ګرځېدلی دی. یوې برخوالې ویلی:

“هغه مېرمنې چې ټول وخت په کور کې تېروی، د ټولنیزو او کاری فرصتونو د نشتوالی له امله، ځان یوازې او افسرده احساسوی.”

ډېری افغان مېرمنې د موټر چلولو مهارت نه لری، یا د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو لپاره له ستونزو سره مخ دی. دا حالت د هغوی کاری فرصتونه محدود کړی دی.

یوه برخواله وایی:

“د موټر چلولو جواز نه لرم، او همدا لامل شو چې د یوې دندې وړاندیز مې رد کړ.”

وړاندیزونه او د ستونزو د حل لارې

راپور له سیاست‌والو غوښتنه کړې چې د تازه راغلو افغان مهاجرینو د ملاتړ لپاره موجودې پالیسۍ ته بدلون ورکړی. د مهمو وړاندیزونو له ډلې:

  • د انګلیسی ژبې مؤثره تدریس: داسې پروګرامونه رامنځته شی چې د لاسرسی اسانتیا، مسلکی محتوا، او د مهاجرینو اړتیاوو ته ځواب ووایی.
  • د ماشومانو د ساتنې ملاتړ: د ماشوم ساتنې لپاره د دولتی مرستو زیاتوالی، ترڅو ښځې وکولی شی د کار فرصتونه ترلاسه کړی.
  • د تحصیلی اسنادو پېژندل: د داسې خدماتو رامنځته کول چې د بهرنیو تحصیلی اسنادو اعتبار د امریکایی معیارونو سره برابر کړی.
  • د ترانسپورټی ستونزو حل: د موټر چلولو د روزنیزو پروګرامونو پراخول، او د مهاجرینو لپاره د عامه ترانسپورټ د لاسرسی اسانتیاوې زیاتول.
  • د بیا میشتېدو روزنیز کورسونه: داسې برنامې رامنځته کول چې د کار بازار ته د ننوتلو، نرم مهارتونو، او ډیجیټلی سواد زده کړې ته تمرکز وکړی، او دا کورسونه د ټولنې له مشرانو سره په ګډه تطبیق شی.

راپور ټینګار کوی چې د واشنګټن ایالت افغان مهاجرین له څو اړخیزو ننګونو سره مخ دی، او د سیاست‌والو بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لری. د ژبې زده کړې، د ماشومانو ساتنې، او د کاری فرصتونو د برابرولو لپاره د لاسرسی زیاتوالی کولی شی د دې مهاجرینو شرایط ښه کړی، او د هغوی د ټولنیز ادغام لپاره اسانه لارې برابرې کړی.

له نوروز مېډیا سره مرسته وکړئ
که دا مطلب ستاسو لپاره ګټور و، مهربانی وکړئ زموږ د کار ملاتړ وکړئ. ستاسو مرسته موږ سره مرسته کوی چې خپلو خلکو ته باوری خبرونه او ګټور معلومات وړاندې کړو.

مطالب مرتبط

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *