د کالیفورنیا کې د افغان مهاجر ښځو لویه غونډه
سکرمنتو، کالیفورنیا – د دهها افغان مهاجر ښځو یوه ځانګړې غونډه کې په کالیفورنیا کې د ساکرامینتو ښار کې سره راټولې شوې تر څو د مهاجرت د ژوند چیلنجونو باندې خبرې وکړی او د خپلو ستونزو لپاره حل لارې ومومی. دا غونډه چې د «کالیفورنیا افغانانو د هیلې ټولنې» لخوا جوړه شوې وه، د دې فرصت برابرولو لپاره وه چې د نوې راغلې افغان مهاجرې ښځو مشکلاتو په اړه پوهه او نظرونه تبادله شی.
د غونډې ګډونوالې وایی چې په مهاجرت کې ژوند د ډېرو ستونزو سره مخ دی چې ځینې وختونه ښځې منزوی کوی او دوی ته د کور ناستې اړوی. د دې ستونزو له جملې څخه د افغانې ښځو لپاره مهم خنډونه عبارت دی له: د انګلیسی ژبې نشتوالی، د ګواهی نامه نشتوالی، قانونی مشکلات، کورنۍ محدودیتونه او تاوتریخوالی، د امریکایی تعلیمی اسنادو نشتوالی، او د مناسبې کاری موقعو کمښت.
جمیله احمدزی، د ښځو فعاله چې په ساکرامینتو ښار کې اوسیږی، وایی چې ډیری زده کړې شوې افغانې ښځې چې په افغانستان کې تخصصی کارونه درلودل، په امریکا کې د ژبنی خنډونو او د اسنادو د معادل کولو د پروسې نه پوهیدو له امله د مناسب کار موندلو توان نه لری.
د نوروز خبرپاڼه
هغې زیاتوی:
“ډیری دې ښځو ته معلومه نه ده چې څنګه کولی شی تعلیم ته دوام ورکړی او د مسلکی کارونو په برخه کې ځای پیدا کړی.”
په بل اړخ کې، لیانا سما، یوه بله ګډونواله، د کلتوری او کورنی خنډونو په اړه وویل:
“ډیری متاهلې ښځې په افغان مهاجره ټولنه کې د خپلو مېړهګانو له لوری د کار او زدهکړې اجازه نه ترلاسه کوی. دا یوه لویه اندیښنه ده چې ښځې د فردی او اقتصادی پرمختګ لپاره فرصتونه له لاسه ورکوی.”
د ملاتړ منابعو ته لاسرسی
د دې غونډې جوړوونکی د مهاجرې ښځو لپاره د خدماتو سازمانونو ته د لاسرسی او د پوهې پراختیا اهمیت ته ټینګار کوی. جعفر واحدی، د «کالیفورنیا افغانانو د هیلې ټولنې» رییس، په دې مراسمو کې وویل: “د دې غونډې هدف د ښځو لپاره د هغوی د حقوقو او فرصتونو په اړه پوهاوی زیاتول دی.”
د هغه په وینا، په دې پروګرام کې ۲۵۰ افغان مهاجرې ښځې د ۱۵ خدماتی ادارو سره چې د مهاجرت او پناهندګۍ د چارو په برخه کې فعالیت کوی، اړیکه ونیوه. دغه ادارې د ټیټو عایداتو لرونکو کورنیو لپاره د استوګنې مرستې، حقوقی مشورې، د مهاجرت لارښوونې، او د ماشومانو ملاتړ وړاندې کوی.
تمنا محمودی، یوه ګډونواله، ټینګار کوی چې افغان مهاجرې ښځې د امریکا په کاری سیستم او د شغل موقعو څخه ناڅاهدی له امله له ډیرو امکاناتو بې برخې پاتې کیږی. هغې وویل: “موږ ته د عملی تعلیم او لارښوونې اړتیا ده تر څو موږ کولی شو د خپلو ظرفیتونو څخه په دې نوی ټولنه کې ګټه پورته کړو.”
د دې غونډې یوه عمده اندیښنه د کالیفورنیا د افغان مهاجرې ټولنې کې د کورنی تاوتریخوالی زیاتوالی و. ځینې ګډونوالې وویل چې په ډېرو مواردو کې دغه تاوتریخوالی د میړه او ښځې جلا کیدل او حتی د حکومت د ادارو له خوا د ماشومانو د والدینو نه اخیستل کیدو ته لاره هواروی. ټولنیز فعالان باور لری چې د دې ستونزې د حل لپاره پوهه پراخول او د ملاتړ منابعو ته لاسرسی اړین دی.
د ښځو توانمندسازی
سره له دې ټولو ستونزو، د دې ډول غونډو جوړول د مهاجرې ښځو توانمندسازی په لور یوه مهمه ګام دی. کارپوهان باور لری چې د ښځو د ستونزو کمولو لپاره باید ځانګړې تعلیمی پروګرامونه په ژبنی، کاری مهارتونو، او د ښځو د حقوقو په اړه وړاندې شی.
د غونډې جوړوونکی هیله لری چې دغه رویداد به د افغان مهاجرې ښځو وضعیت د ښه کولو لپاره مؤثره خبرې اترې پیل کړی او د عملی حل لارو او دوامداره ملاتړ لپاره زمینه برابره کړی.


