متحده ایالات د پناهندګانو د منلو برنامه تعلیقوي.

واشنګټن، د جنورۍ ۲۰، ۲۰۲۵ – سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ټرمپ، د متحده ایالاتو د پناهندګانو د منلو پروګرام USRAP د مؤقت تعلیق حکم صادر کړی دی.

دا اقدام د پراخو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د داخلېدو تنظیم او د هېواد د منابعو ساتنه ده. ټرمپ ویلي چې دا تعلیق به تر هغه وخته دوام وکړي، څو د پناهندګانو داخلېدل د امریکا له ملي ګټو سره برابر شي.

په سپینې ماڼۍ د خپاره شوي بیان له مخې، د نوي اجرائیوي فرمان له مخې، چې د جنورۍ ۲۷، ۲۰۲۵ نافذېږي، د پناهندګانو د منلو پروګرام تر نامعلومې مودې پورې ځنډول کېږي. دا پرېکړه د هغو ستونزو له امله شوې چې د زیاتېدونکې مهاجرت له کبله د ځايي ټولنو لپاره رامنځته شوي دي. ټرمپ همداراز ویلي چې د امریکا ځینې سیمې نه شي کولی د زیاتو مهاجرینو او پناه غوښتونکو د منلو ظرفیت ولري، په ځانګړي ډول هغه سیمې چې د امریکا اتباعو لپاره یې موجودې سرچینې له فشار سره مخ کړي دي.

د نوروز خبرپاڼه

سپینې ماڼۍ د دې پرېکړې د توضیح په ترڅ کې ویلي چې د مهاجرتي منلو پروګرام باید یوازې هغو کسانو ته ځانګړی شي چې د امریکا په ټولنه کې مؤثره ادغام ته چمتو وي او د هېواد د امنیت او هوساینې لپاره ګواښ ونه ګڼل شي.

د تعلیق استثناوې

د سپینې ماڼۍ د راپور له مخې، که څه هم دا پرېکړه د پراخ تعلیق پالیسي لري، خو ځینې استثناوې به پکې موجودې وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د کورني امنیت وزیر ته به اجازه ورکړل شي چې په ځانګړو مواردو کې پناهندګان ومني، خو یوازې په هغه صورت کې چې د هغوی داخلېدل د امریکا د ملي ګټو لپاره ګټور وي او د امنیتي خطر لامل نه شي.

مشوره له ایالتي او محلي چارواکو سره

د سپینې ماڼۍ د امر له مخې، د دې اجرائیوي فرمان یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې د ایالتي او محلي حکومتونو رول د پناهندګانو د استوګنې په پروسه کې وڅېړل شي. د کورني امنیت وزیر او لوی څارنوال ته سپارښتنه شوې چې موجود قوانین وارزوي او مشخص کړي چې ایالتي او محلي حکومتونه د پناهندګانو د ځای پر ځای کولو په پروسه کې تر کومې کچې ونډه درلودای شي.

ټرمپ ویلي چې دا اجرائیوي فرمان د مالیاتو د منابعو د خوندي کولو او د داخلي امنیت د ساتنې لپاره صادر شوی دی. هغه همداراز یادونه کړې چې اوس مهال یوه ګڼ شمېر ایالتونه، لکه نیویارک او ماساچوست، د زیاتېدونکي مهاجرت له کبله د خپلو منابعو او زیربناوو پر فشار سربېره، اضطراري حالت اعلان کړی دی.

د مخکیني اجرائیوي فرمان لغوه کول

دا اجرائیوي فرمان د ۱۴۰۱۳ نمبر فرمان، چې د فبرورۍ په ۴، ۲۰۲۱ کې صادر شوی و، لغوه کوي. یاد فرمان د پناهندګانو د استوګنې د پروګرام بیا رغونې ته ځانګړی شوی و او د اقلیمي بدلون اغېزې یې د مهاجرت پر شرایطو ارزولې.

که څه هم، فدرالي چارواکو ټینګار کړی چې دا اقدام د دې لپاره ترسره شوی چې د مهاجرت او پناهندګۍ د مدیریت لپاره یوه نوې او مؤثره تګلاره جوړه شي.

د پناهندګانو د منلو بیا ارزونه

د دې اجرائیوي فرمان له مخې، د کورني امنیت وزیر ته دنده سپارل شوې چې د بهرنیو چارو له وزیر سره په مشوره، ولسمشر ته منظم راپورونه وړاندې کړي. دا راپورونه به وڅېړي چې آیا د متحده ایالاتو د پناهندګانو د منلو پروګرام USRAP بیا فعالول د ملي ګټو سره سمون لري که نه.

دا راپورونه به هر ۹۰ ورځې وروسته وړاندې کېږي، ترڅو د مهاجرتي وضعیت او د پناهندګانو د منلو پروسه وارزوي.

د ټرمپ دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې مهاجرت او د پناهندګانو منل په متحده ایالاتو کې یو له مهمو سیاسي بحثونو څخه دی.

منتقدین باور لري چې دا پرېکړه به د زرګونو کسانو ژوند ته زیان ورسوي او د پناه غوښتونکو انساني بحران ته به لا شدت ورکړي.

مطالب مرتبط

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

فوتر د نوي آیکونونو سره