دوه د مهاجرت وکیلان: مهاجرین باید د شړلو مخنیوی لپاره خپل قانونی وضعیت بدل کړی!
د ډونالډ ټرمپ د حکومت د مهاجرتی پالیسیو د کالیفورنیا افغان مهاجرین، په ځانګړې توګه هغه کسان چې قانونی اسناد نه لری، له جدی اندېښنو سره مخامخ کړی دی.
په همدې موخه، په سکرمنتو کې د مهاجرینو لپاره یوه حقوقی پوهاوی غونډه جوړه شوه، چې هدف یې د هغوی د حقوقی وضعیت په اړه معلومات ورکول وو.
دا غونډه د جیره کالیفورنیا له خوا د پروژه انار او د افغان امریکایی ټولنیز سازمان په همکارۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې د مهاجرت دوو وکیلانو د مهاجرینو د اخراج د مخنیوی لپاره حقوقی میکانیزمونه تشریح کړل.
د نوروز خبرپاڼه
سلیمان راحل، چې د جیره کالیفورنیا اجرائیه رئیس دی، وویل چې د دې پروګرام موخه دا ده چې مهاجرینو ته دقیق حقوقی معلومات ورکړل شی، څو د هغوی د مهاجرت بهیر له نورو ستونزو سره مخ نشی.
په دې غونډه کې د مهاجرت وکیلانو، اسپوژمی نصیری او سارا کوهگدای، هغو مهاجرینو ته د وضعیت د بدلون حقوقی شرایط او د نویو مهاجرتی ننګونو پر وړاندې د مبارزې لارې چارې بیان کړې چې قانونی اسناد نه لری.
اسپوژمی نصیری وویل چې هغه مهاجرین چې خپل پروولی وضعیت یې نه دی بدل کړی یا د جرم سابقه لری، د اخراج له خطر سره مخ دی.
هغې زیاته کړه چې د اخراج د مخنیوی لپاره مهاجرین باید دوه مهم اقدامات ترسره کړی، چې یو یې د خپل قانونی وضعیت بدلول دی، لکه د پناهندګۍ یا مؤقتی محافظت لپاره غوښتنلیک ورکول، او بل د هر ډول جرمی فعالیت څخه ډډه کول.
نصیری وویل چې د ټرمپ د حکومت پر مهال د ټولو مهاجرتی پروسو، لکه د ګرین کارت غوښتنې او د پناهندګۍ دوسیو ارزونه، د پخوا په پرتله ډېر وخت نیسی.
په همدې حال کې، د مهاجرت وکیلې سارا کوهگدای وویل چې هغه کسان چې له بشری وضعیت سره امریکا ته راغلی، باید د پناهندګۍ یا مؤقتی محافظت لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړی.
هغې ټینګار وکړ چې ځینې ځانګړی افغان مهاجر د اخراج له خطر سره نه دی مخ، خو هغه کسان چې د جرم سابقه لری او د خپل قانونی وضعیت د بدلولو لپاره یې اقدام نه دی کړی، له جدی خطر سره مخامخ دی.
په دې ناسته کې دغو دوو وکیلانو د غیر قانونی مهاجرینو د حقوقی پوښتنو ځوابونه ورکړل او هغوی ته د مهاجرتی دوسیو لپاره حقوقی مشورې ورکړې.
له هغه وروسته چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه واک ته ورسېد، د مهاجرت د محدودولو لپاره یوه لړۍ اجرائیوی فرمانونه صادر شول، چې پکې د مهاجرینو ډلهییز اخراج هم شامل و. دغه اقدامات د مهاجرینو په ټولنو کې، په ځانګړې توګه د غیر قانونی مهاجرینو ترمنځ، جدی اندېښنې راپورته کړې دی.



