د حقوقي او رسنیزو بنسټونو خبرپاڼه د مهاجرو د مشروط استوګنې د اصلاحیې په اړه

د امریکا د کورنیو چارو وزارت (DHS) نن د یو شمېر مهاجرو لپاره د «مشروط استوګنې پای» تر سرلیک لاندې خبرتیا خپره کړې ده. دا خبرتیا د مهاجرو، په ځانګړي ډول د هغو افغان مهاجرو لپاره چې مشروط استوګنه لري، ژوره اندېښنه رامنځته کړې ده.
سپوژمي نصیري چې په کالیفورنیا کې د مهاجرت حقوقي مشاور ده، وایي چې اوس DHS د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۱مه، یو شمېر مشروط استوګنه لرونکو مهاجرو ته د بریښنالیک له لارې تایید کړې چې دا خبرتیاوې په تېروتنه استول شوې دي. د اصلاحیې په رسمي متن کې راغلي دي:
«هیڅ قانوني اقدام به د ستاسو د مشروط استوګنې په اړه نه تر سره کېږي… ستاسو د مشروط استوګنې شرایط هماغه دي لکه څنګه چې په پیل کې صادر شوي وو، او دا مهال هیڅ بدلون پکې نهدی راغلی.»

دغه بریښنالیک د امریکا د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۱مه د یو شمېر افغان مهاجرو لپاره استولی دی.
د نوروز خبرپاڼه
مهم او عاجل ټکي:
• دا اصلاحیه د DHS تر دې دمه ورستۍ او رسمي اعلامیه ده.
• لا هم روښانه نهده چې دا اصلاحیه د کومو کسانو لپاره صادره شوې ده.
• هغه کسان چې مخکې یې د «مشروط استوګنې د پای» خبرتیا ترلاسه کړې، باید خپل ایمیلونه په دقت سره وڅاري ترڅو وګوري چې آیا اصلاحیه ورته استول شوې ده که نه.
• د ټرمپ ادارې مهاجرتي پالیسۍ پرلهپسې او اکثراً بې له مخکېني اعلان بدلېږي.
• که چیرې تاسو د پناه غوښتنې یا د ځانګړې مهاجرتي ویزې (SIV) غوښتنه کړې وي، نو باید د اوسني قضیې له مخې نوی د کار اجازهلیک درخواست کړئ، څو ستاسو د کار وضعیت د مهاجرتي حالت سره همغږی شي.
سپوژمي نصیري تر دې دمه لاندې مهم ټکي یاد کړي دي:
موږ د مهاجرو د اندېښنو او اضطراب درک لرو او ټولنې ته ډاډ ورکوو چې د DHS ټولې رسمي اعلامیې به په دوامداره او دقیق ډول تعقیب کړو، او هر ډول تایید شوي معلومات به ژر تر ژره له خلکو سره شریک کړو.
یادونه:
دا خبرپاڼه یوازې د عمومي معلوماتو لپاره چمتو شوې ده او د شخصي حقوقي مشورې ځای نه نیسي.
که ستاسو وضعیت ځانګړی وي، مهرباني وکړئ یو تجربهلرونکي د مهاجرت وکیل سره مستقیم تماس ونیسئ.
په درناوي،
د سپوژمي نصیري حقوقي بنسټ
نوروز میدیا
د افغان امید ټولنه – کالیفورنیا
د افغان-امریکایي ټولنیز بنسټ
۱۱ اپریل ۲۰۲۵



