د مهاجرینو د مشروطه استوګنې پروګرام د پای ته رسیدو په اړه د حقوقي او مدني ټولنو د بنسوټونو اعلامیه

توسط: نوروز مدیا

د امریکا د کورني امنیت وزارت لخوا د یو شمیر مهاجرینو د مشروطه استوګنې د پای ته رسولو رسمي اعلان وروسته، په کالیفورنیا کې حقوقي او مدني ټولنېز بنسوټونه وروستي تحولات په اندیښنی سره څاری.

سپوژمي نصیري، چې په امریکا کې میشته د مهاجرت وکیله ده او د سپوژمي ناصري د حقوقي بنسټ مشره ده، وویل ؛د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت (دی اچ ایس) لخوا د ناڅاپي پریکړې په اړه نور بشپړ معلومات یا وضاحت شتون نلري.؛ هغه په ​​ټول هیواد کې د مهاجرت وکیلانو سره په اړیکه کې دا ټینګار کوي چې مهاجرین باید د خپل مهاجرت حال د خوندی ساتلو لپاره اړین اقدامات وکړي.

سپوژمي نصیري دا هم وايي که چیرې یو کس مخکې د (Parole)یا مشروطه استوګنی په اساس د دندی جواز ترلاسه کړی وي او د پناه غوښتنې یا د ځانګړي مهاجرت ویزې یعنی (SIV) لپاره یې غوښتنه کړې وي، نو دوی باید د خپلې (SIV) قضیې پراساس د دندی جواز لپاره نوی غوښتنلیکونه وسپاري. د دی سره به دا ډاډ ترلاسه شی چې د هغوی د دندی جواز په سمه توګه د هغوی اوسني مهاجرت حالت سره سمون لري.

د نوروز خبرپاڼه

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی دی:

هغه کسان چې مخکې له مخکې یې د مهاجرت غوښتنلیکونه يی سپارلی وی باید تل د خپل مهاجرت اسنادونو یوه کاپی له ځان سره ولری ترڅو د اړتیا په وخت کې یي چارواکو ته وښایی.

هغه کسان چې لا تر اوسه یې د مهاجرت لپاره غوښتنلیکونه نه دی ورکړی باید بې له ځنډه د مهاجرت ویزو پروګرام لکه (SIV) او نورو ورته لارو او پروګرامونو څخه د غوښتنلکونو په سپارختنو کښی اقدامات وکړی.

په ورته حال کښي د کالیفورنیا افغانانو هیلی ټولنی هم اعلان کړی چې د هغو مهاجرو تر څنګ به ودریږی کوم چې د ډیپورټ یا د امریکا د ویستلو خطر سره مخ دی. د دې ټولنې مشر جعفر واحدی وویل، ؛د افغانانو د هیلی ټولنه د حقوقی او مدنی بنسوټونو سره په همکارۍ کار کوی چې اړینی قانونی سرچینې برابرې کړی او د کالیفورنیا په ایالت کې د ملاتړ او د لاس نیوی په اړه تدابیر پورته کړی.

همدارنګه، نوروز رسنی، چې په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو لپاره یوه ټولن میشته رسنۍ ده، اعلان کړی چې دوی به د رسمي او قانوني سرچینو څخه وروستي او تازه معلومات د خپلې درې ژبو ویب پاڼې لخوا (په دري، پښتو او انګریزی ژبو) او ټولنیزو رسنیو پاڼو له لارې چمتو کړي. دا رسنۍ ژمنه کوی چی د کډوالو اندیښنو ته په هر اړخیز ډول ځواب ووایی او کډوال ده وروستیو تحولاتو څخه خبر وساتي.

مهمه یادونه:

دا پیغام یوازې د عمومي معلوماتو لپاره دی او باید د قانوني مشورې په توګه ونه ګڼل شي. ستاسو د انفرادي وضعیت سره سم قانوني مرستو ترلاسه کولو لپاره، سپارښتنه کیږي چې د مهاجرت تجربه لرونکي وکیل سره اړیکه ونیسئ.

په درناوي.

د کډوالو مشورتی او همکار بنسوټونه

د سپوژمی ناصري حقوقي بنسټ

د افغان-امریکایی ټولنیز بنسټ
د افغانانو د هیلې ټولنه

مطالب مرتبط

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

فوتر د نوي آیکونونو سره