د افغانستان د کډوالو د ستونزو او فرصتونو د ارزونې سمینار په جنوبي کالیفورنیا کې ترسره شو

په جنوبي کالیفورنیا کې د “کډوال او په امریکا کې کلتوري او ټولنیزې ننګونې” تر عنوان لاندې سمینار ترسره شو
د افغانستان د کډوالو د ستونزو د ارزونې او لارښودۍ سمینار د “کډوال او په امریکا کې کلتوري او ټولنیزې ننګونې” تر عنوان لاندې د جنوبي کالیفورنیا په ښار کې ترسره شو.
دا پروګرام د جامي فرهنګي ټولنې له خوا، د پارس برابري مرکز او د افغان کډوالو د مرستې سازمان په همکارۍ، او د یو شمېر تازه راغلیو کډوالو په ګډون، تنظیم شوی و.
د نوروز خبرپاڼه
طارق بها، د جنوبي کالیفورنیا د جامي فرهنګي ټولنې مشر، نوروز ته وویل چې په دې غونډه کې د ماشومانو د رواني روغتیا، د مېړه او مېرمنې ترمنځ د حقونو درناوی، د کورني تاوتریخوالي مخنیوی، او د امریکا د ټولنیزو او حقوقي مسایلو سره د کډوالو اشنا کول تر بحث لاندې ونیول شول.
نوموړي زیاته کړه چې د انګلیسي ژبې نه پوهېدل، د ورځني ژوند چارو تنظیم، د ډاکټر وخت اخیستل، د روغتیایي بیمې نهآګاهي، او له ښوونځیو سره د تعامل څرنګوالی، هغه لومړني خنډونه دي چې تازه راغلي کډوال ورسره مخامخ دي. دغه اندېښنې هم په دې ناسته کې مطرح شوې.
د دې پروګرام په څنډه کې، د تازه راغلیو مهاجر ماشومانو لپاره د نقاشۍ ورکشاپونه هم ترسره شول، او د ناستې په پای کې د ماشومانو نقاشۍ نندارې ته وړاندې شوې.



