د “د کالیفورنیا د افغانانو د امید انجمن” پرانیستل په سکرامنتو کې

“د کالیفورنیا د افغانانو د امید انجمن” په سکرامنتو کې پرانیستل شو

جعفر واحدی، د “د کالیفورنیا د افغانانو انجمن” رئیس وایی چې دا انجمن د تازه راغلو مهاجرینو د بنسټیز ملاتړ او اړینو لارښوونو د برابرولو لپاره جوړ شوی دی.

نوموړی وویل چې د انجمن غړی په داوطلبانه توګه تازه راغلو مهاجرینو ته د کاری فرصتونو، د استوګنې ځای موندلو، او زده‌کړې په برخو کې مرسته کوی.

د نوروز خبرپاڼه

په همدې حال کې، اریکا فیګرا، چې په سکرامنتو کې د مهاجرینو د چارو فعاله ده او د دې انجمن د مالی چارو د همغږۍ مسوولیت لری، وایی چې د دې انجمن ماموریت د مهاجرینو او د هغوی لپاره د ضروری سرچینو ترمنځ واټن کمول دی، تر څو تازه راغلی مهاجرین وکولی شی په اسانه توګه خپل ژوند په امریکا کې پیل کړی.

دا مهال، د دې انجمن ۱۷۰ غړی په داوطلبانه ډول له تازه راغلو مهاجرینو سره د ملاتړ لپاره کار کوی.

د جعفر واحدی په وینا، دا انجمن له ۲۰۲۱ کال راهیسې په غیر رسمی ډول د سکرامنتو او شاوخوا ښارونو سلګونو تازه راغلو افغان مهاجرینو ته مرستې او ملاتړ برابر کړی دی.

 
 

له نوروز مېډیا سره مرسته وکړئ
که دا مطلب ستاسو لپاره ګټور و، مهربانی وکړئ زموږ د کار ملاتړ وکړئ. ستاسو مرسته موږ سره مرسته کوی چې خپلو خلکو ته باوری خبرونه او ګټور معلومات وړاندې کړو.

مطالب مرتبط

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *