د مهاجرت پر مهال د ذهنی روغتیا د ساتلو لپاره څه وکړو؟

مهاجرت یوه پېچلې او له چیلنجونو ډکه تجربه ده چې پر ذهنی روغتیا ژور اغېز لری. د خپلې کورنۍ، دوستانو او اصلی ټولنې څخه لیرې کېدل، د نوی کلتور او چاپېریال سره سازګارېدل، او د یوې نوې ټولنې د منلو لپاره فشارونه، ټول هغه عوامل دی چې کولی شی د یوازیتوب، اضطراب او روانی فشار احساسات رامنځته کړی.
په دې شرایطو کې، د ذهنی روغتیا ساتنه د مهاجرت په بهیر کې یوه مهمه اړتیا ګڼل کېږی. که څه هم مهاجرت نوی فرصتونه او ښې تجربې وړاندې کوی، خو د ذهنی ستونزو سره د مبارزې لپاره اړینه ده چې مهاجرین د ځان ساتنې لپاره فعال اقدامات وکړی او له مختلفو ملاتړیزو سرچینو ګټه واخلی.
موږ په دې اړه له وحید نورزاد، د هرات حوزوی روغتون د رواندرملنې څانګې مشر، سره مرکه کړې ده. هغه په دې مرکه کې د مهاجرت پر مهال د ذهنی روغتیا د ساتلو لپاره یو لړ مهمې مشورې وړاندې کړې دی. دا مشورې کولی شی مهاجرینو ته مرسته وکړی چې له نویو بدلونونو سره په ارامه سازګار شی او له خپل نوی ژوند څخه یوه مثبته تجربه ترلاسه کړی.
د نوروز خبرپاڼه
پوښتنه: مهاجرت پر ذهنی روغتیا څه ډول اغېز لری؟
ځواب: مهاجرت کولی شی مثبت او منفی اغېز ولری. دا اغېز د فرد د شخصیت، د بدن د دفاعی سیسټم او د هغه له پخوانیو شرایطو سره تړاو لری. د مهاجرت پر مهال د کلتور، دودونو او نورو ارزښتونو بدلون راځی، چې دا بدلونونه د ځینو خلکو لپاره مثبت، او د ځینو لپاره منفی تمامېږی. ځینې کسان د نوی ژوند، ازادۍ او فرصتونو څخه خوشحاله وی، خو ځینې نور بیا د نامالومې راتلونکې، پردیوالی او نابلدې شرایطو له امله ذهنی فشار تجربه کوی.
پوښتنه: کوم عوامل د مهاجرت پر مهال د ذهنی ستونزو لامل کېږی؟
ځواب: د چاپېریال بدلون، نوی کلتور، دودونه، د نابلدې سیمې او ژبې سره نه بلدیت، د اداری او ټولنیزو سیستمونو د کنټرول سختۍ، د پخوانی موقف له لاسه ورکول، د ټولنې د ملاتړ نه شتون، د کار او اقتصادی امنیت نشتوالی، او د دې احساس چې یو څوک په نوې ټولنه کې ځان ته ځای نه شی موندلی، ټول هغه عوامل دی چې د ذهنی فشار او روانی ستونزو لامل ګرځی.
پوښتنه: د مهاجرت پر مهال د عمر اغېز څومره مهم دی؟
ځواب: کوچنی ماشومان او ځوانان له نوی چاپېریال سره ژر عادت کېږی، ځکه چې دوی ډېر انعطافپذیر دی او ژر نوی شیان زده کولی شی. خو د منځنی عمر لرونکی او زاړه کسان له دې بهیر سره د تطابق ستونزې لری. د دې دلیل دا دی چې دوی مخکې د خپل پخوانی ژوند، ټولنې، عادتونو او کارونو سره بلد شوی او د نوی ژوند سره د تطابق لپاره ډېر وخت ته اړتیا لری. له همدې امله، منځنی عمر لرونکی او زاړه مهاجرین د روانی ناروغیو سره د مخامخ کېدو ډېر امکان لری.
پوښتنه: مهاجرین تر ټولو ډېر له کومو روانی ستونزو سره مخ کېږی؟
ځواب: د مهاجرینو تر ټولو عامې ذهنی ستونزې د سازګارۍ اختلال (Adjustment Disorder) او افسردګی (Depression) دی.
-
د سازګارۍ اختلال: دا یوه ذهنی ستونزه ده چې د یو کس په نوی شرایطو کې د تطابق د ستونزو له امله رامنځته کېږی. د بېلګې په توګه، یو مهاجر که د کار موندلو یا د ټولنې سره د ادغام په برخه کې ستونزې ولری، نو دا کولی شی د ده د سازګارۍ اختلال رامنځته کړی.
-
افسردګی: د مهاجرت له امله د ژور خپګان احساس، د لذت نه اخېستل، د انرژۍ کمښت، او د راتلونکی په اړه بېباوری، ټول هغه علایم دی چې ډېر مهاجر ورسره مخ کېږی.
پوښتنه: د مهاجرت له امله روانی ستونزې لنډمهاله دی که اوږدمهاله؟
ځواب: دا ستونزې عموماً لنډمهاله دی، خو د مهاجرت شرایطو پورې اړه لری. یو فرد کولی شی د شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې د نوی چاپېریال سره سازګار شی. البته، په دې موده کې ممکن کله نا کله روانی ستونزې بیا راڅرګندې شی، خو که چیرې مهاجر د خپل ذهنی روغتیا ساتنه وکړی، دا ستونزې ژر حل کېدای شی.
پوښتنه: د مهاجرت ذهنی اغېزونه پر نارینهوو ډېر دی که پر ښځو؟
ځواب: که د افغانستان د ټولنې په شرایطو وغږېږو، د مهاجرت اغېزونه پر نارینهوو ډېر دی. د افغانی ټولنې ښځې تل محدودې وې، او اړیکې یې لږې درلودې، خو په نوی چاپېریال کې دوی د شخصی ازادۍ څخه برخمنې کېږی چې دا یو مثبت اغېز لری. له بلې خوا، د افغانستان نارینهوو ته د نوی چاپېریال سره سازګاری اسانه نه ده، ځکه چې د نارینهو واکمنې ټولنې څخه نوی شرایطو ته راځی، چیرې چې د ښځو او نارینهو ترمنځ مساوات ته ارزښت ورکول کېږی. دا توپیرونه د نارینهوو لپاره ذهنی فشار رامنځته کوی او له اوږدمهاله روانی ستونزو سره یې مخ کوی.
پوښتنه: د مهاجرت پر مهال د ذهنی روغتیا د مدیریت لپاره کومې لارې وړاندیز کوئ؟
ځواب: ورزش، یوګا، له باوری ملګری سره خبرې، په رواندرملنې غونډو کې ګډون، بایسکلسوانی، مطالعه، موسیقۍ ته غوږ نیول، عبادت، او د ژبې زده کړه هغه مهم فکتورونه دی چې د مهاجرت پر مهال د ذهنی روغتیا ساتلو کې مرسته کوی.
پایله
د مهاجرت پر مهال د ذهنی روغتیا ساتنه دوامداره پاملرنې ته اړتیا لری. که یو مهاجر خپل احساسات ومنی، د نوی ټولنې سره اړیکې جوړې کړی، او له ځان سره ښه چلند وکړی، نو د مهاجرت روانی ستونزې کولی شی په ښه ډول مدیریت کړی. همدارنګه، د روانی متخصصینو او ټولنیزو ملاتړیزو سازمانونو څخه استفاده کولی شی یو مهاجر ته مرسته وکړی چې د نوی چاپېریال سره ښه تطابق وکړی او له نوی ژوند څخه یو مثبت او رضایتبخښونکی احساس ولری. باید په یاد ولرو چې ذهنی روغتیا د بریا او نېکمرغۍ یو مهم اصل دی، او د مهاجرت پر مهال باید ورته خاصه پاملرنه وشی.
که دا مطلب ستاسو لپاره ګټور و، مهربانی وکړئ زموږ د کار ملاتړ وکړئ. ستاسو مرسته موږ سره مرسته کوی چې خپلو خلکو ته باوری خبرونه او ګټور معلومات وړاندې کړو.


