د افغانستان او پاکستان د مهاجرینو د کرکټ ټورنمنټ په سکرمنتو کې

تیم افغان‌یانگسترز قهرمان شد

د افغانستان او پاکستان د مهاجرینو د کرکټ ټورنمنټ د سکرمنتو په کالیفورنیا کې د ۱۲ محلې کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شو.

دا دوه ورځنی ټورنمنټ د کالیفورنیا د افغان ټولنو له خوا د مس ټولنیزو خدماتو بنسټ په مالی ملاتړ تنظیم شوی و.

جعفر واحدی، د کالیفورنیا د افغان ټولنې مشر او د دې ټورنمنټ تنظیموونکی، وویل چې په دې سیالیو کې د افغانستان د مهاجرینو شپږ کرکټ لوبډلې او د پاکستان د مهاجرینو شپږ کرکټ لوبډلې ګډون کړی و. له سختو سیالیو وروسته، د افغانستان “افغان یانګسټرز” لوبډلې د پاکستان “مجستیک اکس آی” لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ټورنمنټ اتله شوه.

د نوروز خبرپاڼه

واحدی د دې ټورنمنټ د اصلی موخې په اړه وویل چې هدف یې د مهاجر ځوانانو وهڅول دی ترڅو د سپورټی فعالیتونو له لارې خپل استعدادونه وده ورکړی او په ټولنیزو او ورزشی فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلی.

د “افغان یانګسټرز” کرکټ لوبډلې لوبغاړی د اتلولۍ له ترلاسه کولو وروسته. انځور د زاهدالله صافی د فېسبوک پاڼې څخه

په همدې حال کې، گلشن یوسفزی، د مس ټولنیزو خدماتو بنسټ رئیس او د دې ټورنمنټ مالی ملاتړ کوونکی، وایی چې د مهاجرینو ټولنې د فزیکی او روانی روغتیا ښه‌والی ته پاملرنه د دوی د سازمان اصلی تمرکز دی، او د دې سیالیو ملاتړ هم د همدې موخو او برنامو یوه برخه وه.

سلګونو افغان مهاجرینو، چې په سکرمنتو او شاوخوا ښارونو کې اوسیږی، له نږدې د دې سیالیو ننداره وکړه او د خپلې خوښې لوبډلې یې تشویق کړه.

دا د افغان یانګسټرز لوبډلې دویمه اتلولی ده چې د کالیفورنیا ایالت د افغان او پاکستانی مهاجرینو د کرکټ ټورنمنټونو کې یې ترلاسه کړې ده.

له نوروز مېډیا سره مرسته وکړئ
که دا مطلب ستاسو لپاره ګټور و، مهربانی وکړئ زموږ د کار ملاتړ وکړئ. ستاسو مرسته موږ سره مرسته کوی چې خپلو خلکو ته باوری خبرونه او ګټور معلومات وړاندې کړو.

مطالب مرتبط

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *