د مهاجرت پر مهال د ذهني روغتیا د ساتلو لپاره څه وکړو؟

مهاجرت یوه پېچلې او له چیلنجونو ډکه تجربه ده چې پر ذهني روغتیا ژور اغېز لري. د خپلې کورنۍ، دوستانو او اصلي ټولنې څخه لیرې کېدل، د نوي کلتور او چاپېریال سره سازګارېدل، او د یوې نوې ټولنې د منلو لپاره فشارونه، ټول هغه عوامل دي چې کولی شي د یوازیتوب، اضطراب او رواني فشار احساسات رامنځته کړي.
په دې شرایطو کې، د ذهني روغتیا ساتنه د مهاجرت په بهیر کې یوه مهمه اړتیا ګڼل کېږي. که څه هم مهاجرت نوي فرصتونه او ښې تجربې وړاندې کوي، خو د ذهني ستونزو سره د مبارزې لپاره اړینه ده چې مهاجرین د ځان ساتنې لپاره فعال اقدامات وکړي او له مختلفو ملاتړیزو سرچینو ګټه واخلي.
موږ په دې اړه له وحید نورزاد، د هرات حوزوي روغتون د رواندرملنې څانګې مشر، سره مرکه کړې ده. هغه په دې مرکه کې د مهاجرت پر مهال د ذهني روغتیا د ساتلو لپاره یو لړ مهمې مشورې وړاندې کړې دي. دا مشورې کولی شي مهاجرینو ته مرسته وکړي چې له نویو بدلونونو سره په ارامه سازګار شي او له خپل نوي ژوند څخه یوه مثبته تجربه ترلاسه کړي.
د نوروز خبرپاڼه
پوښتنه: مهاجرت پر ذهني روغتیا څه ډول اغېز لري؟
ځواب: مهاجرت کولی شي مثبت او منفي اغېز ولري. دا اغېز د فرد د شخصیت، د بدن د دفاعي سیسټم او د هغه له پخوانیو شرایطو سره تړاو لري. د مهاجرت پر مهال د کلتور، دودونو او نورو ارزښتونو بدلون راځي، چې دا بدلونونه د ځینو خلکو لپاره مثبت، او د ځینو لپاره منفي تمامېږي. ځینې کسان د نوي ژوند، ازادۍ او فرصتونو څخه خوشحاله وي، خو ځینې نور بیا د نامالومې راتلونکې، پرديوالي او نابلدې شرایطو له امله ذهني فشار تجربه کوي.
پوښتنه: کوم عوامل د مهاجرت پر مهال د ذهني ستونزو لامل کېږي؟
ځواب: د چاپېریال بدلون، نوي کلتور، دودونه، د نابلدې سیمې او ژبې سره نه بلدیت، د اداري او ټولنیزو سیستمونو د کنټرول سختۍ، د پخواني موقف له لاسه ورکول، د ټولنې د ملاتړ نه شتون، د کار او اقتصادي امنیت نشتوالی، او د دې احساس چې یو څوک په نوې ټولنه کې ځان ته ځای نه شي موندلی، ټول هغه عوامل دي چې د ذهني فشار او رواني ستونزو لامل ګرځي.
پوښتنه: د مهاجرت پر مهال د عمر اغېز څومره مهم دی؟
ځواب: کوچني ماشومان او ځوانان له نوي چاپېریال سره ژر عادت کېږي، ځکه چې دوی ډېر انعطافپذیر دي او ژر نوي شیان زده کولی شي. خو د منځني عمر لرونکي او زاړه کسان له دې بهیر سره د تطابق ستونزې لري. د دې دلیل دا دی چې دوی مخکې د خپل پخواني ژوند، ټولنې، عادتونو او کارونو سره بلد شوي او د نوي ژوند سره د تطابق لپاره ډېر وخت ته اړتیا لري. له همدې امله، منځني عمر لرونکي او زاړه مهاجرین د رواني ناروغیو سره د مخامخ کېدو ډېر امکان لري.
پوښتنه: مهاجرین تر ټولو ډېر له کومو رواني ستونزو سره مخ کېږي؟
ځواب: د مهاجرینو تر ټولو عامې ذهني ستونزې د سازګارۍ اختلال (Adjustment Disorder) او افسردګي (Depression) دي.
- 
د سازګارۍ اختلال: دا یوه ذهني ستونزه ده چې د یو کس په نوي شرایطو کې د تطابق د ستونزو له امله رامنځته کېږي. د بېلګې په توګه، یو مهاجر که د کار موندلو یا د ټولنې سره د ادغام په برخه کې ستونزې ولري، نو دا کولی شي د ده د سازګارۍ اختلال رامنځته کړي.
 - 
افسردګي: د مهاجرت له امله د ژور خپګان احساس، د لذت نه اخېستل، د انرژۍ کمښت، او د راتلونکي په اړه بېباوري، ټول هغه علایم دي چې ډېر مهاجر ورسره مخ کېږي.
 
پوښتنه: د مهاجرت له امله رواني ستونزې لنډمهاله دي که اوږدمهاله؟
ځواب: دا ستونزې عموماً لنډمهاله دي، خو د مهاجرت شرایطو پورې اړه لري. یو فرد کولی شي د شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې د نوي چاپېریال سره سازګار شي. البته، په دې موده کې ممکن کله نا کله رواني ستونزې بیا راڅرګندې شي، خو که چیرې مهاجر د خپل ذهني روغتیا ساتنه وکړي، دا ستونزې ژر حل کېدای شي.
پوښتنه: د مهاجرت ذهني اغېزونه پر نارینهوو ډېر دي که پر ښځو؟
ځواب: که د افغانستان د ټولنې په شرایطو وغږېږو، د مهاجرت اغېزونه پر نارینهوو ډېر دي. د افغاني ټولنې ښځې تل محدودې وې، او اړیکې یې لږې درلودې، خو په نوي چاپېریال کې دوی د شخصي ازادۍ څخه برخمنې کېږي چې دا یو مثبت اغېز لري. له بلې خوا، د افغانستان نارینهوو ته د نوي چاپېریال سره سازګاري اسانه نه ده، ځکه چې د نارینهو واکمنې ټولنې څخه نوي شرایطو ته راځي، چیرې چې د ښځو او نارینهو ترمنځ مساوات ته ارزښت ورکول کېږي. دا توپیرونه د نارینهوو لپاره ذهني فشار رامنځته کوي او له اوږدمهاله رواني ستونزو سره یې مخ کوي.
پوښتنه: د مهاجرت پر مهال د ذهني روغتیا د مدیریت لپاره کومې لارې وړاندیز کوئ؟
ځواب: ورزش، یوګا، له باوري ملګري سره خبرې، په رواندرملنې غونډو کې ګډون، بایسکلسواني، مطالعه، موسیقۍ ته غوږ نیول، عبادت، او د ژبې زده کړه هغه مهم فکتورونه دي چې د مهاجرت پر مهال د ذهني روغتیا ساتلو کې مرسته کوي.
پایله
د مهاجرت پر مهال د ذهني روغتیا ساتنه دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري. که یو مهاجر خپل احساسات ومني، د نوي ټولنې سره اړیکې جوړې کړي، او له ځان سره ښه چلند وکړي، نو د مهاجرت رواني ستونزې کولی شي په ښه ډول مدیریت کړي. همدارنګه، د رواني متخصصینو او ټولنیزو ملاتړیزو سازمانونو څخه استفاده کولی شي یو مهاجر ته مرسته وکړي چې د نوي چاپېریال سره ښه تطابق وکړي او له نوي ژوند څخه یو مثبت او رضایتبخښونکی احساس ولري. باید په یاد ولرو چې ذهني روغتیا د بریا او نېکمرغۍ یو مهم اصل دی، او د مهاجرت پر مهال باید ورته خاصه پاملرنه وشي.


