کالیفورنیا ۳۰ زره دولتی دندې له پوهنتون سند د اړتیا څخه معاف کړې

کالیفورنیا ایالت د نږدې ۳۰ زره دولتی دندو لپاره د پوهنتون د سند اړتیا لغوه کړه. د کالیفورنیا والی، ګاوین نیوسوم، اعلان کړی چې دا پرېکړه د ایالتی حکومت د عصری کولو، د کارموندنې د فرصتونو د زیاتولو، د استخدام بهیر د ښه کولو، او د غیر ضروری خنډونو د کمولو د پروګرام یوه برخه ده.

والی نیوسوم ویلی چې د دې اقدام هدف د کالیفورنیا ټولو اوسېدونکو ته د کارموندنې دروازې پرانیستل، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته دی چې د پوهنتون سند نه لری.

نیوسوم وویل: “هر کالیفورنیایی باید دا فرصت ولری چې د ژوند عملی مهارتونه زده کړی او د رضایت وړ مسلکی ژوند ولری – حتی که د پوهنتون سند ته اړتیا ونه لری. کالیفورنیا دا ډاډ ورکوی چې هر فرد ته د ښه او باثباته دندې د ترلاسه کولو لپاره لازم فرصتونه برابر شی.”

د نوروز خبرپاڼه

د پوهنتون د سند اړتیا لرې کول

د دې نوښت له مخې، نږدې ۳۰ زره دولتی دندې، چې مخکې یې د څلور کلن پوهنتون سند یا نورو زده‌کړیزو شرایطو ته اړتیا درلوده، نور د دې شرط تابع نه دی. د کالیفورنیا ایالت حکومت هدف لری چې د بېلابېلو مهارتونو لرونکو کسانو ته د کار موندلو فرصتونه برابر کړی، پرته له دې چې پوهنتون سند ته اړتیا ولری، او د کالیفورنیا د وګړو لپاره د کارموندنې پراخې دروازې پرانیزی.

راتلونکی ګام: تر ۲۰۲۵ کال پورې د بې سند دندو دوه برابره کول

دا نوښت په داسې حال کې مهم ګڼل کېږی، چې ګڼ شمېر کسان د مختلفو دلایلو له امله نه شی کولای پوهنتون ته لاړ شی. والی نیوسوم همداراز اعلان وکړ چې د دې برنامې هدف دا دی چې د هغو دندو شمېر دوه برابره کړی، چې د پوهنتون سند ته اړتیا نه لری.

د پلان له مخې، دا بدلونونه به تر ۲۰۲۵ کال پورې په بشپړ ډول عملی شی. دا هدف د کالیفورنیا د ایالت د پراخې اقتصادی ودې لپاره ټاکل شوی، چې موخه یې د کارموندنې زیاتوالی او د اقتصادی پرمختګ چټکول دی.

نیوسوم وویل: “موږ ویاړو چې د ایالت په شمال کې له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو سره د مسلکی زده کړو د پراخولو لپاره همکاری کوو. د ‘کار لومړیتوب’ اقتصادی پروګرام په مرسته، موږ د نوې کاری لارې پرانیزو، ترڅو د کالیفورنیا سیمه‌ییز اقتصادونه پیاوړی کړو او له دې سره زموږ ټولنې ګټه واخلی.”

د پوهنتون سند لرونکو او نه لرونکو ترمنځ د کارموندنې نابرابری

شمېرې ښیی چې یوازې ۴۰ سلنه د کالیفورنیا خلک د پوهنتون سند لری، چې دا د هغو کسانو لپاره د کاری فرصتونو پر نشتوالی دلالت کوی، چې په مختلفو برخو کې مهارت لری، خو د پوهنتون زده‌کړې یې نه دی کړې.

د پوهنتون د سند د اړتیا لرې کولو سره، کالیفورنیا غواړی چې هغه کسان، چې د پوهنتون سند نه لری او له ډېرو کاری فرصتونو څخه محروم پاتې شوی، بېرته کار ته راستانه کړی. دا ګام په ځانګړې توګه د هغه وخت لپاره مهم ګڼل کېږی، کله چې د کالیفورنیا په اقتصاد کې د ماهرو کارکوونکو اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږی.

د کاری مهارتونو لپاره د “کاری پاسپورت” نوښت

د دې بدلونونو ترڅنګ، والی نیوسوم د “کاری پاسپورت” په نوم یو نوی نوښت هم معرفی کړ. دا یو ډیجیټلی وسیله ده، چې کارکوونکو ته اجازه ورکوی چې خپل مهارتونه او تجربې د احتمالی کار ګمارونکو ته وښیی.

د کاری پاسپورت نوښت، په ځانګړې توګه، هغو کسانو ته ګټه لری چې د پوهنتون سند نه لری. دا به دوی ته فرصت ورکړی چې خپل مسلکی صلاحیتونه، کاری مهارتونه، داوطلبانه تجربې، او نظامی خدمتونه په رسمی توګه ثبت او کار ګمارونکو ته وړاندې کړی.

والی نیوسوم وویل: “دا وسیله به د خلکو لپاره اسانه کړی چې خپل مهارتونه وښیی او د ښه مسلکی راتلونکی لپاره زیات چانسونه ولری.”

د روښانه راتلونکی لپاره

والی نیوسوم زیاته کړه: “کالیفورنیا یو داسې اقتصاد جوړوی، چې ټولو کورنیو ته دا فرصت ورکړی، چې د خپل راتلونکی لپاره ښه بنسټ کېږدی. دا نوښتونه به د ټولو کالیفورنیایی وګړو لپاره دا لاره هواره کړی، چې خپل مهارتونه په بریالۍ کاری راتلونکې بدل کړی.”

په داسې حال کې چې د کار بازار ورځ تر بلې بدلېږی، او د نویو مهارتونو اړتیا مخ پر زیاتېدو ده، د مسلکی زده کړو نوښت او د دولتی دندو لپاره د پوهنتون د سند اړتیا لرې کول به کالیفورنیا ته دا زمینه برابره کړی، چې د عصری نړۍ له بدلونونو سره ځان برابر کړی، او ټولو خلکو ته د مسلکی پرمختګ مساوی فرصتونه برابر کړی.

له نوروز مېډیا سره مرسته وکړئ
که دا مطلب ستاسو لپاره ګټور و، مهربانی وکړئ زموږ د کار ملاتړ وکړئ. ستاسو مرسته موږ سره مرسته کوی چې خپلو خلکو ته باوری خبرونه او ګټور معلومات وړاندې کړو.

مطالب مرتبط

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *