د “د کالیفورنیا د افغانانو د امید انجمن” پرانیستل په سکرامنتو کې

“د کالیفورنیا د افغانانو د امید انجمن” په سکرامنتو کې پرانیستل شو
جعفر واحدي، د “د کالیفورنیا د افغانانو انجمن” رئیس وایي چې دا انجمن د تازه راغلو مهاجرینو د بنسټیز ملاتړ او اړینو لارښوونو د برابرولو لپاره جوړ شوی دی.
نوموړي وویل چې د انجمن غړي په داوطلبانه توګه تازه راغلو مهاجرینو ته د کاري فرصتونو، د استوګنې ځای موندلو، او زدهکړې په برخو کې مرسته کوي.
د نوروز خبرپاڼه
په همدې حال کې، اریکا فیګرا، چې په سکرامنتو کې د مهاجرینو د چارو فعاله ده او د دې انجمن د مالي چارو د همغږۍ مسوولیت لري، وایي چې د دې انجمن ماموریت د مهاجرینو او د هغوی لپاره د ضروري سرچینو ترمنځ واټن کمول دي، تر څو تازه راغلي مهاجرین وکولی شي په اسانه توګه خپل ژوند په امریکا کې پیل کړي.
دا مهال، د دې انجمن ۱۷۰ غړي په داوطلبانه ډول له تازه راغلو مهاجرینو سره د ملاتړ لپاره کار کوي.
د جعفر واحدي په وینا، دا انجمن له ۲۰۲۱ کال راهیسې په غیر رسمي ډول د سکرامنتو او شاوخوا ښارونو سلګونو تازه راغلو افغان مهاجرینو ته مرستې او ملاتړ برابر کړی دی.



