د واشنګټن مهاجرین له ژبني خنډونو تر کلتوري او اقتصادي ستونزو پورې له سختیو سره مخ دي

فیصل کریمیتوسط: فیصل کریمی

واشنګټن – تازه راغلي افغان مهاجرین په واشنګټن ایالت کې له پیچلو ستونزو سره مخ دي، چې د دوی پر اقتصادي، ټولنیز وضعیت او رواني سلامت ژور اغېز کړی دی. د “پالیسي څېړنیز انسټیټیوټ” د یوه نوي راپور موندنې ښيي چې کمزوری ژبنی مهارت، د تحصیلي اسنادو نه پېژندل، د ماشومانو د ساتنې لوړ لګښتونه او د ترانسپورټي ستونزو شتون، د دې مهاجرینو تر ټولو لویې ننګونې دي.

په دې څېړنه کې، چې ۷۶ افغان مهاجرین پکې برخه اخیستې، د هغوی د ژوند له اصلي خنډونو څخه یو واضحه انځور وړاندې شوی. شاوخوا ۵۷ سلنه ګډونوالو ویلي چې په کار بوخت دي، خو زیاتره یې موقتي، کم معاشه، یا د دوی له زده کړو او تخصص سره نه تړلي کارونه ترسره کوي.

د ژبني مهارتونو کمښت د یو اساسي خنډ په توګه یاد شوی دی. ۴۲ سلنه برخه‌والو ویلي چې د انګلیسي ژبې د زده کړې د محدودو فرصتونو له امله، لا هم له دې ستونزې سره مخ دي.

د نوروز خبرپاڼه

دندې او کاري فرصتونه

یو له مهمو ستونزو څخه د بهرنیو تحصیلي اسنادو نه پېژندل دي. یوازې ۱۶ کسانو ویلي چې د دوی تحصیلي اسناد د امریکایي کارفرمایانو لخوا په رسمي توګه منل شوي دي. دا وضعیت د دې لامل شوی چې با تجربه او لوړې زده کړې لرونکي کسان د ټیټ معاش لرونکو او غیر مرتبطو کارونو ته اړ شي.

همداراز، د ترانسپورټ نشتون هم یوه جدي ستونزه ده. ډېری مهاجرین، په ځانګړې توګه ښځې، د موټر چلولو جواز نه لري او د عامه ترانسپورټ څخه کار اخلي، چې د ډېر وخت نیولو له امله، د هغوی د کاري فرصتونو لپاره خنډ ګرځي.

د ښځو لپاره زیاتې ننګونې

افغان مهاجرې ښځې له ځانګړو ستونزو سره مخ دي. د ماشومانو د ساتنې لوړ لګښتونه هغه یو مهم خنډ دی، چې ډېرې ښځې له کار کولو منع کوي. ډېری ښځو په دې څېړنه کې ویلي چې د ماشوم ساتنې لګښتونه د دوی د عاید ۸۰ سلنه مصرفوي، چې دا کار کولو ته د هغوی لیوالتیا راکموي.

همداراز، د کلتوري ممانعتونو له امله، ډېری کورنۍ د ماشومانو د ساتنې له رسمي خدماتو څخه ډډه کوي، چې دا وضعیت نور هم خرابوي.

یوه ښځه، چې په دې څېړنه کې یې برخه اخیستې، وایي:

“حتی که زه کار پیدا کړم، د معاش لویه برخه به مې د ماشومانو د ساتنې لګښت ته لاړه شي. نو، دا کار هېڅ اقتصادي ګټه نه لري.”

مهاجرې ښځې همداراز د کورني مسؤلیتونو او کلتوري محدودیتونو له امله د کار بازار ته لاسرسی نه لري. یوې برخوالې ویلي:

“د ماشومانو ساتنه او د کور کارونه د افغانو مېرمنو لپاره لومړیتوب لري، چې دا د دوی کاري فرصتونه محدودوي.”

د ژبني مهارتونو کمښت د ښځو لپاره یوه بله جدي ستونزه ده. ډېرې مېرمنې د انګلیسي ژبې کورسونو ته د لاسرسي له ستونزو، لوړو لګښتونو، یا د کورنیو مسؤلیتونو له امله، نشي کولی په دغو درسونو کې ګډون وکړي.

رواني سلامت او اقتصادي ستونزې

راپور ښیي چې دندې ته نه لاسرسی د ښځو پر رواني سلامت ژور اغېز لري. انزوا او بېکاري د هغوی د فشار، اضطراب، او ژور خپګان لامل ګرځېدلی دی. یوې برخوالې ویلي:

“هغه مېرمنې چې ټول وخت په کور کې تېروي، د ټولنیزو او کاري فرصتونو د نشتوالي له امله، ځان یوازې او افسرده احساسوي.”

ډېری افغان مېرمنې د موټر چلولو مهارت نه لري، یا د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي. دا حالت د هغوی کاري فرصتونه محدود کړي دي.

یوه برخواله وایي:

“د موټر چلولو جواز نه لرم، او همدا لامل شو چې د یوې دندې وړاندیز مې رد کړ.”

وړاندیزونه او د ستونزو د حل لارې

راپور له سیاست‌والو غوښتنه کړې چې د تازه راغلو افغان مهاجرینو د ملاتړ لپاره موجودې پالیسۍ ته بدلون ورکړي. د مهمو وړاندیزونو له ډلې:

  • د انګلیسي ژبې مؤثره تدریس: داسې پروګرامونه رامنځته شي چې د لاسرسي اسانتیا، مسلکي محتوا، او د مهاجرینو اړتیاوو ته ځواب ووایي.
  • د ماشومانو د ساتنې ملاتړ: د ماشوم ساتنې لپاره د دولتي مرستو زیاتوالی، ترڅو ښځې وکولی شي د کار فرصتونه ترلاسه کړي.
  • د تحصیلي اسنادو پېژندل: د داسې خدماتو رامنځته کول چې د بهرنیو تحصیلي اسنادو اعتبار د امریکایي معیارونو سره برابر کړي.
  • د ترانسپورټي ستونزو حل: د موټر چلولو د روزنیزو پروګرامونو پراخول، او د مهاجرینو لپاره د عامه ترانسپورټ د لاسرسي اسانتیاوې زیاتول.
  • د بیا میشتېدو روزنیز کورسونه: داسې برنامې رامنځته کول چې د کار بازار ته د ننوتلو، نرم مهارتونو، او ډیجیټلي سواد زده کړې ته تمرکز وکړي، او دا کورسونه د ټولنې له مشرانو سره په ګډه تطبیق شي.

راپور ټینګار کوي چې د واشنګټن ایالت افغان مهاجرین له څو اړخیزو ننګونو سره مخ دي، او د سیاست‌والو بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري. د ژبې زده کړې، د ماشومانو ساتنې، او د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره د لاسرسي زیاتوالی کولی شي د دې مهاجرینو شرایط ښه کړي، او د هغوی د ټولنیز ادغام لپاره اسانه لارې برابرې کړي.

مطالب مرتبط

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

فوتر د نوي آیکونونو سره