خپل حقوق وپېژنئ؛ که د مهاجرت پولیس ستاسو کور ته راشي!

ټول هغه کسان چې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي، په شمول د غیرقانوني مهاجرینو، د امریکا د اساسي قانون له مخې ځانګړي حقوق لري. که تاسو په دې هېواد کې غیرقانوني پناه‌غوښتونکی یاست او د مهاجرت مامورین (ICE) ستاسو د کور دروازه وټکوي، نو دا باید وپوهېږئ چې تاسو لاندې حقوق لرئ:

تاسو اړتیا نه لرئ چې دروازه خلاصه کړئ

  • تاسو مکلف نه یاست چې دروازه خلاصه کړئ یا د مامورینو ته د کور دننه د داخلېدو اجازه ورکړئ، مګر که دوی یو قانوني د لټون حکم ولري چې د قاضي لخوا لاسلیک شوی وي.
  • د ICE د اخراج حکم د لټون له حکم سره یو شان نه دی. که دا یوازینی سند وي چې دوی ورسره لري، نو دوی قانوني حق نه لري چې کور ته دننه شي، پرته له دې چې تاسو د دوی د داخلېدو لپاره شفاهي اجازه ورکړئ.
  • که مامورین ادعا وکړي چې دوی د قاضي لخوا لاسلیک شوی لټون حکم لري، له هغوی وغواړئ چې دا د دروازې لاندې دننه واچوي یا یې د کړکۍ له لارې تاسو ته وښيي، تر څو تاسو یې وګورئ.
  • که لټون حکم ستاسو سم نوم او پته ونه لري یا لاسلیک شوی نه وي، نو تاسو مکلف نه یاست چې دروازه پرانیزئ یا هغوی ته د داخلېدو اجازه ورکړئ.
  • که تاسو پریکړه وکړئ چې له مامورینو سره خبرې وکړئ، نو دا اړتیا نشته چې دروازه خلاصه کړئ. تاسو کولی شئ د دروازې له شاته له هغوی سره خبرې وکړئ یا له کور څخه بهر لاړ شئ او دروازه بنده کړئ.

شما حق تاسو د چوپتیا حق لرئ

د نوروز خبرپاڼه

  • تاسو اړتیا نه لرئ چې له مهاجرتي مامورینو سره خبرې وکړئ یا د دوی هیڅ پوښتنې ته ځواب ورکړئ.
  • که له تاسو وپوښتل شي چې چیرې زیږیدلي یاست یا څنګه متحده ایالاتو ته داخل شوي یاست، تاسو کولی شئ له ځواب ویلو ډډه وکړئ یا چوپ پاتې شئ.
  • که تاسو پرېکړه وکړئ چې چوپ پاتې شئ، ووایئ: “زه پرېکړه لرم چې چوپ پاتې شم.”
  • تاسو کولی شئ د خپلو حقوقو یو کارت مامور ته وښیئ (په انګلیسي یا فارسي) چې پکې لیکل شوي وي چې تاسو به چوپ پاتې شئ او غواړئ له یو وکیل سره خبرې وکړئ.
  • تاسو کولی شئ له دې ډډه وکړئ چې داسې اسناد وښیئ چې ستاسو د تابعیت هیواد څرګندوي.
  • له جعلي اسنادو کار اخیستل مه کوئ او دروغ مه وایئ.

تاسو د وکیل سره د خبرې کولو حق لرئ

  • اکه تاسو ونیول شئ یا بندي شئ، حق لرئ چې وکیل ولرئ او له خپل وکیل سره د اړیکې لپاره تلیفوني زنګ ووهئ. له مامورینو وغواړئ چې تاسو ته د “راهنمای بازداشتی‌ها” نسخه درکړي، ترڅو د توقیف مرکز د مقرراتو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
  • حتی که تاسو وکیل ونه لرئ، کولی شئ مهاجرتي مامورینو ته ووایئ چې غواړئ له یو وکیل سره خبرې وکړئ.
  • که تاسو وکیل لرئ، حق لرئ چې ورسره خبرې وکړئ. که تاسو د G-28 فورمه لرئ چې ستاسو د وکیل استازیتوب تاییدوي، نو دا فورمه مهاجرتي مامور ته وسپارئ.
  • که تاسو وکیل ونه لرئ، له مهاجرتي مامور وغواړئ چې تاسو ته د هغو وکیلانو لېست درکړي چې وړیا حقوقي مرسته برابروي.
  • تاسو حق لرئ چې له خپل هیواد د قونسلګرۍ دفتر سره اړیکه ونیسئ. قونسلګري ممکن تاسو ته د وکیل موندلو په برخه کې مرسته وکړي.
  • تاسو کولی شئ له دې ډډه وکړئ چې هر ډول سند لاسلیک کړئ تر هغه چې تاسو د وکیل سره د مشورې فرصت ولرئ.
  • که تاسو پریکړه وکړئ چې له وکیل سره له مشورې پرته کوم سند لاسلیک کړئ، نو باید ډاډ ترلاسه کړئ چې د سند ټول جزئیات درک کړئ او پوه شئ چې دا څه معنی لري مخکې له دې چې لاسلیک یې کړئ.
  • که تاسو د توقیف له لسو ورځو وروسته په خپل حساب کې کافي پیسې ونه لرئ، تاسو حق لرئ چې له خپلې کورنۍ یا ملګرو سره د وړیا تلیفوني تماس غوښتنه وکړئ.

دا معلومات یوازې د عامه خبرتیا لپاره دي او قانوني مشوره نه ګڼل کېږي. تاسو باید د دې معلوماتو پر اساس هیڅ قانوني اقدام ونه کړئ، پرته له دې چې له یو جواز لرونکي او تجربه لرونکي مهاجرتي وکیل سره مشوره وکړئ.

دا معلومات د چودرو د مهاجرتي حقوقو دفتر له ویب‌سایټ څخه پشتو ته ژباړل شوي دي.

مطالب مرتبط

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

فوتر د نوي آیکونونو سره