کالیفورنیا د پیاده رو کرښې ته نږدې د پارکینګ بندیز ولګاوه.

هدف، افزایش دید و کاهش تلفات عابران پیاده

د کالیفورنیا د یو نوی قانون له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د څلورلارې د پیاده رو کرښې څخه د ۲۰ فوټو (شاوخوا ۶ متره) په فاصله کې د موټر پارک کول منع شوی دی.

دا قانون، چې د مجلس د لایحې شمېره ۴۱۳ په نوم یادیږی، د موټر چلوونکو او پیاده عابرینو د ښه لید لپاره تصویب شوی، او د کالیفورنیا د والی گاوین نیوسام لخوا لاسلیک شوی دی.

په کالیفورنیا کې د لوړ شاسی لرونکو موټرو او لویو باروړونکو موټرو زیاتوالی د دې سبب شوی و چې د پیاده رو کرښو او څلورلارو لید کم شی، همداراز کوچنی موټرونه هم د لید محدودیت سره مخ شوی وو.

د نوروز خبرپاڼه

د AB 413 لایحه د سړک تر څنګ د ۲۰ فوټو د خالی ساحې د رامنځته کولو غوښتنه کوی، تر څو موټرونه نور نشی کولی چې دې ساحې ته نږدې پارک شی، په ځانګړی ډول په هغو سیمو کې چې پیاده رو کرښو ته نږدې دی. دا بندیز د مشخصو او غیرمشخصو پیاده رو کرښو دواړو لپاره تطبیق کیږی.

دا نوی قانون په ټول ایالت کې پلی شوی او د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د مارچ تر لومړۍ پورې د ۶۰ ورځو د انتقال موده ورکول شوې، ترڅو چلوونکی د نوی مقرراتو سره عادت شی. د دې قانون د سرغړونې جریمه ۶۵ ډالره ټاکل شوې، چې ورسره ۱۲.۵۰ ډالره اضافی فیس هم اضافه کیږی، چې ټولټال ۷۷.۵۰ ډالره کیږی. دا جریمه د عادی پارکینګ جریمو څخه لوړه ده، خو د هغو جریمو څخه ټیټه ده چې د سرې کرښې سره د پارک کولو لپاره ټاکل شوی دی.

دا لایحه د کالیفورنیا د ایالتی مجلس غړی، الکس تیانمینګ لی، ترتیب کړې ده.

الکس لی په یوه بیان کې ویلی: “لایحه AB 413 به د خلکو ژوند وژغوری او سړکونه د ټولو لپاره خوندی کړی. د دې قانون لاسلیک د سړک د خوندیتوب د ښه والی لپاره یو ساده خو مهم ګام دی. د کالیفورنیا د پیاده عابرینو د مړینې کچه د ملی اوسط څخه ۲۵ سلنه لوړه ده. د سړکونو د لید د ښه کولو له لارې، دا لایحه به د مرګونو پېښو د مخنیوی لپاره مرسته وکړی.”

له نوروز مېډیا سره مرسته وکړئ
که دا مطلب ستاسو لپاره ګټور و، مهربانی وکړئ زموږ د کار ملاتړ وکړئ. ستاسو مرسته موږ سره مرسته کوی چې خپلو خلکو ته باوری خبرونه او ګټور معلومات وړاندې کړو.

مطالب مرتبط

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *