پرواز با REAL ID: هغه څه چې مهاجران باید وپوهېږی
این قانون از می ۲۰۲۵ اجرایی میشود

له می ۲۰۲۵ څخه، د امریکا د ترانسپورت امنیت اداره (TSA) له ټولو مسافرو غواړی چې د هوایی ډګرونو خوندی سیمو ته د ننوتلو او د کورنی الوتنو لپاره REAL ID ولری. دا نوی قانون د امنیتی ګواښونو د پېژندلو او مخنیوی لپاره پلی کیږی، او د هغو شناسنامو کارول به محدود کړی چې د مهاجرینو لهخوا د داخلی سفرونو لپاره کارول کېږی.
REAL ID څه شی دی؟
REAL ID یو ځانګړی د موټر چلولو جواز یا د پېژندنې کارت دی چې د فدرالی معیارونو مطابق د هر ایالت لهخوا صادریږی. دا کارتونه معمولا د کارت د پورتنۍ ښی خوا کې د ستوری یا بل ځانګړی نښان له لارې پېژندل کېږی.
آیا زه به د ۲۰۲۵ کال لپاره REAL ID ته اړتیا ولرم؟
له ۷ مې ۲۰۲۵ وروسته، ټول مسافرین باید د REAL ID سره سم د منلو وړ پېژندپاڼه ولری ترڅو وکولای شی د TSA د امنیتی تفتیش نقطو څخه تیر شی او الوتنه وکړی.
د نوروز خبرپاڼه
څنګه کولی شم REAL ID ترلاسه کړم؟
د REAL ID ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید د خپل ایالت د موټرو د وسایطو ادارې (DMV) ته مراجعه وکړئ او لاندې اسناد وړاندې کړئ:
- د هویت ثبوت: لکه د زیږون سند یا پاسپورټ
- د قانونی وضعیت ثبوت: لکه د دایمی استوګنې کارت (ګرین کارت) یا ویزه
- د استوګنې ثبوت: لکه د برېښنا بل یا د کرایې قرارداد
- د ټولنیز بیمې شمېره: لکه د ټولنیز امنیت کارت یا د مالیې راپور
مهاجران باید د REAL ID ترلاسه کولو لپاره د امریکایی تابعیت، دایمی قانونی استوګنې، یا قانونی موقتی وضعیت ثبوت وړاندې کړی.
ولې REAL ID اخیستل مهم دی؟
د ۷ مې ۲۰۲۵ نیټې ته په پام سره، سپارښتنه کېږی چې مسافرین ژر تر ژره REAL ID ترلاسه کړی، ترڅو د کورنیو سفرونو پر مهال له ستونزو او د فدرالی ودانیو ته له محدودیتونو مخنیوی وشی.
آیا زه د REAL ID پر ځای پاسپورټ کارولی شم؟
هو، پاسپورټ یا نور د فدرالی حکومت لهخوا منل شوی اسناد هم د REAL ID بدیل کیدای شی.
خو که غیر اتباع د منلو وړ پېژندپاڼه REAL ID ونه لری او د مخپېژندنې ټیکنالوژی ونهکاروی، نو هغوی به د هوایی ډګر د خوندی سیمو ته له ننوتلو او الوتنو څخه منع شی.
نتیجهگیری
REAL ID یو مهم سند دی چې د مسافرو لپاره د ۷ مې ۲۰۲۵ نیټې څخه وروسته د کورنیو پروازونو لپاره ضروری دی. مهاجرین باید ډاډ ترلاسه کړی چې دوی قانونی اسناد لری، او که اړتیا وی، باید ژر تر ژره د REAL ID لپاره غوښتنه وکړی ترڅو د سفر پر مهال له هر ډول خنډونو مخنیوی وشی.
که دا مطلب ستاسو لپاره ګټور و، مهربانی وکړئ زموږ د کار ملاتړ وکړئ. ستاسو مرسته موږ سره مرسته کوی چې خپلو خلکو ته باوری خبرونه او ګټور معلومات وړاندې کړو.



