د واشنګټن مهاجرین له ژبنی خنډونو تر کلتوری او اقتصادی ستونزو پورې له سختیو سره مخ دی

واشنګټن – تازه راغلی افغان مهاجرین په واشنګټن ایالت کې له پیچلو ستونزو سره مخ دی، چې د دوی پر اقتصادی، ټولنیز وضعیت او روانی سلامت ژور اغېز کړی دی. د “پالیسی څېړنیز انسټیټیوټ” د یوه نوی راپور موندنې ښیی چې کمزوری ژبنی مهارت، د تحصیلی اسنادو نه پېژندل، د ماشومانو د ساتنې لوړ لګښتونه او د ترانسپورټی ستونزو شتون، د دې مهاجرینو تر ټولو لویې ننګونې دی.
په دې څېړنه کې، چې ۷۶ افغان مهاجرین پکې برخه اخیستې، د هغوی د ژوند له اصلی خنډونو څخه یو واضحه انځور وړاندې شوی. شاوخوا ۵۷ سلنه ګډونوالو ویلی چې په کار بوخت دی، خو زیاتره یې موقتی، کم معاشه، یا د دوی له زده کړو او تخصص سره نه تړلی کارونه ترسره کوی.
د ژبنی مهارتونو کمښت د یو اساسی خنډ په توګه یاد شوی دی. ۴۲ سلنه برخهوالو ویلی چې د انګلیسی ژبې د زده کړې د محدودو فرصتونو له امله، لا هم له دې ستونزې سره مخ دی.
د نوروز خبرپاڼه
دندې او کاری فرصتونه
یو له مهمو ستونزو څخه د بهرنیو تحصیلی اسنادو نه پېژندل دی. یوازې ۱۶ کسانو ویلی چې د دوی تحصیلی اسناد د امریکایی کارفرمایانو لخوا په رسمی توګه منل شوی دی. دا وضعیت د دې لامل شوی چې با تجربه او لوړې زده کړې لرونکی کسان د ټیټ معاش لرونکو او غیر مرتبطو کارونو ته اړ شی.
همداراز، د ترانسپورټ نشتون هم یوه جدی ستونزه ده. ډېری مهاجرین، په ځانګړې توګه ښځې، د موټر چلولو جواز نه لری او د عامه ترانسپورټ څخه کار اخلی، چې د ډېر وخت نیولو له امله، د هغوی د کاری فرصتونو لپاره خنډ ګرځی.
د ښځو لپاره زیاتې ننګونې
افغان مهاجرې ښځې له ځانګړو ستونزو سره مخ دی. د ماشومانو د ساتنې لوړ لګښتونه هغه یو مهم خنډ دی، چې ډېرې ښځې له کار کولو منع کوی. ډېری ښځو په دې څېړنه کې ویلی چې د ماشوم ساتنې لګښتونه د دوی د عاید ۸۰ سلنه مصرفوی، چې دا کار کولو ته د هغوی لیوالتیا راکموی.
همداراز، د کلتوری ممانعتونو له امله، ډېری کورنۍ د ماشومانو د ساتنې له رسمی خدماتو څخه ډډه کوی، چې دا وضعیت نور هم خرابوی.
یوه ښځه، چې په دې څېړنه کې یې برخه اخیستې، وایی:
“حتی که زه کار پیدا کړم، د معاش لویه برخه به مې د ماشومانو د ساتنې لګښت ته لاړه شی. نو، دا کار هېڅ اقتصادی ګټه نه لری.”
مهاجرې ښځې همداراز د کورنی مسؤلیتونو او کلتوری محدودیتونو له امله د کار بازار ته لاسرسی نه لری. یوې برخوالې ویلی:
“د ماشومانو ساتنه او د کور کارونه د افغانو مېرمنو لپاره لومړیتوب لری، چې دا د دوی کاری فرصتونه محدودوی.”
د ژبنی مهارتونو کمښت د ښځو لپاره یوه بله جدی ستونزه ده. ډېرې مېرمنې د انګلیسی ژبې کورسونو ته د لاسرسی له ستونزو، لوړو لګښتونو، یا د کورنیو مسؤلیتونو له امله، نشی کولی په دغو درسونو کې ګډون وکړی.
روانی سلامت او اقتصادی ستونزې
راپور ښیی چې دندې ته نه لاسرسی د ښځو پر روانی سلامت ژور اغېز لری. انزوا او بېکاری د هغوی د فشار، اضطراب، او ژور خپګان لامل ګرځېدلی دی. یوې برخوالې ویلی:
“هغه مېرمنې چې ټول وخت په کور کې تېروی، د ټولنیزو او کاری فرصتونو د نشتوالی له امله، ځان یوازې او افسرده احساسوی.”
ډېری افغان مېرمنې د موټر چلولو مهارت نه لری، یا د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو لپاره له ستونزو سره مخ دی. دا حالت د هغوی کاری فرصتونه محدود کړی دی.
یوه برخواله وایی:
“د موټر چلولو جواز نه لرم، او همدا لامل شو چې د یوې دندې وړاندیز مې رد کړ.”
وړاندیزونه او د ستونزو د حل لارې
راپور له سیاستوالو غوښتنه کړې چې د تازه راغلو افغان مهاجرینو د ملاتړ لپاره موجودې پالیسۍ ته بدلون ورکړی. د مهمو وړاندیزونو له ډلې:
- د انګلیسی ژبې مؤثره تدریس: داسې پروګرامونه رامنځته شی چې د لاسرسی اسانتیا، مسلکی محتوا، او د مهاجرینو اړتیاوو ته ځواب ووایی.
- د ماشومانو د ساتنې ملاتړ: د ماشوم ساتنې لپاره د دولتی مرستو زیاتوالی، ترڅو ښځې وکولی شی د کار فرصتونه ترلاسه کړی.
- د تحصیلی اسنادو پېژندل: د داسې خدماتو رامنځته کول چې د بهرنیو تحصیلی اسنادو اعتبار د امریکایی معیارونو سره برابر کړی.
- د ترانسپورټی ستونزو حل: د موټر چلولو د روزنیزو پروګرامونو پراخول، او د مهاجرینو لپاره د عامه ترانسپورټ د لاسرسی اسانتیاوې زیاتول.
- د بیا میشتېدو روزنیز کورسونه: داسې برنامې رامنځته کول چې د کار بازار ته د ننوتلو، نرم مهارتونو، او ډیجیټلی سواد زده کړې ته تمرکز وکړی، او دا کورسونه د ټولنې له مشرانو سره په ګډه تطبیق شی.
راپور ټینګار کوی چې د واشنګټن ایالت افغان مهاجرین له څو اړخیزو ننګونو سره مخ دی، او د سیاستوالو بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لری. د ژبې زده کړې، د ماشومانو ساتنې، او د کاری فرصتونو د برابرولو لپاره د لاسرسی زیاتوالی کولی شی د دې مهاجرینو شرایط ښه کړی، او د هغوی د ټولنیز ادغام لپاره اسانه لارې برابرې کړی.




