ټرمپ د نږدې ۱۶۶۰ افغان پناه غوښتونکو د الوتنو د بندیدو امر وکړ.

واشنګټن، د جنورۍ ۲۰، ۲۰۲۵ – د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ټرمپ، د خپلې دویمې دورې د کار په لومړۍ ورځ امر کړی چې د نږدې ۱۶۶۰ افغانستاني پناه غوښتونکو الوتنې، چې د متحده ایالاتو لپاره د بیا میشتېدو لپاره تصویب شوې وې، لغوه شي.

دغه کسان هغه افراد شامل دي چې د امریکا له پوځ سره یې کار کړی، یتیم ماشومان، او هغه کسان چې د امریکا د پخواني حکومت سره د همکارۍ له امله، د طالبانو د انتقام له ګواښ سره مخ دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا د حکومت یوه چارواکي او شان ون‌دایور، چې د افغان ایواک ائتلاف مشري کوي، ویلي چې افغانستاني پناه غوښتونکي له هغه لیست څخه ایستل شوي چې پر اساس یې دوی باید د کابل او نورو سیمو، په ځانګړي ډول پاکستان څخه امریکا ته انتقال شوي وای.

د نوروز خبرپاڼه

ون‌دایور ویلي: “افغانان او فعالان په سخت اضطراب کې دي. تر اوسه مې نن څلور ځله خپل موبایل چارج کړی، ځکه چې ډېر زیات کسان راته زنګ وهي.”

دا پرېکړه همداراز زرګونه نور پناه غوښتونکي، چې د متحده ایالاتو لخوا د بیا میشتېدو لپاره تایید شوي، خو لا هم د دوی لپاره ځانګړي پروازونه ندي تنظیم شوي، له نامعلوم برخلیک سره مخ کوي.

د ټرمپ حکومت دا اقدام د مهاجرت د محدودولو د پالیسۍ د یوې برخې په توګه کړی، او اعلان یې کړی چې دا پالیسي د هغو ټولنو د فشار کمولو لپاره ده چې لا دمخه د ګڼ شمېر مهاجرینو د منلو له امله تر سختو شرایطو لاندې دي.

ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د انتخاباتي کمپاین پر مهال، د مهاجرت د محدودولو او د پناهندګۍ پروګرامونو د لا سختولو موضوع ته لومړیتوب ورکړی و. هغه ژمنه کړې وه چې د پناهندګانو د شمیر په کمولو سره، به د امریکا داخلي امنیت او منابع خوندي وساتي.

دا بدلونونه همداراز هغو پناه غوښتونکو ته تاوان رسوي چې د امریکا د قراردادي شرکتونو یا له امریکا سره تړلو سازمانونو سره یې کار کړی دی. د راپورونو له مخې، یو زیات شمېر هغه افغانستاني اتباع، چې د امریکا د خدمتونو له امله د پناهندګۍ شرایط یې پوره کړي وو، د دې پرېکړې له امله اغېزمن شوي دي.

ون‌دایور او د امریکا د حکومت چارواکي ویلي، هغه افغانان چې د بیا میشتېدو لپاره تایید شوي وو، له لیست څخه ایستل شوي دي. دا پناه غوښتونکي باید د جنورۍ له میاشتې تر اپریل پورې امریکا ته انتقال شوي وای.

دوی ویلي، دغه پناه غوښتونکي شاوخوا ۲۰۰ تنه د هغو افغان – امریکايي نظامي پرسونل کورنۍ دي چې په امریکا کې زیږیدلي، یا د افغانستان هغه اتباع دي چې امریکا ته راغلي، د امریکا پوځ ته یې خدمت کړی او وروسته یې تابعیت ترلاسه کړی دی.

همداراز، د هغو کسانو ترڅنګ چې د افغانستان د پخواني حکومت لپاره یې د طالبانو پر ضد جګړه کړې، شاوخوا ۲۰۰ بې سرپرسته ماشومان، او د هغو ماشومانو والدین هم شامل دي، چې د تخلیې په بهیر کې امریکا ته انتقال شوي وو.

د نامعلوم شمیر هغو افغانانو یادونه هم شوې چې د امریکا د قراردادیانو یا له امریکا سره تړلو سازمانونو سره د کار کولو له امله د پناهندګۍ شرایط پوره کوي، خو اوس یې برخلیک نا معلوم پاتې شوی.

د ټرمپ د پرېکړې غندنه

دا پرېکړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنۍ اړیکو د کمیټې د اقلیت غړو له سخت غبرګون سره مخ شوې. دوی په خپل رسمي حساب کې لیکلي: “دا یو د شرم وړ پرېښودل دي. د هغو تایید شویو او څېړل شویو متحدینو پرېښودل چې د طالبانو له ګواښ سره مخ دي، غیر انساني دي.”

Image Not Found

له دې پرېکړې وروسته، د ټرمپ د دویمې دورې له پیل سره سم، د هغه له لومړنیو اقداماتو څخه به د امریکا د پناهندګۍ د پروګرامونو د څلور میاشتو لپاره تعلیق وي. سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې دا اقدام د امریکا د داخلي منابعو د ساتنې او د ځینو ایالتونو د زیات مهاجرتي فشار د کمولو لپاره ترسره شوی دی.

دا پرېکړه په ځانګړي ډول هغو امریکایي ټولنو ته متوجه ده چې د مهاجرت د زیاتوالي له امله تر سختو فشارونو لاندې دي. د ټرمپ اداره وايي چې دا سیاستونه د امنیت او داخلي منابعو د ښه مدیریت لپاره طرحه شوي دي.

مطالب مرتبط

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

فوتر د نوي آیکونونو سره