متحده ایالات د پناهندګانو د منلو برنامه تعلیقوی.
واشنګټن، د جنورۍ ۲۰، ۲۰۲۵ – سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ټرمپ، د متحده ایالاتو د پناهندګانو د منلو پروګرام USRAP د مؤقت تعلیق حکم صادر کړی دی.
دا اقدام د پراخو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د داخلېدو تنظیم او د هېواد د منابعو ساتنه ده. ټرمپ ویلی چې دا تعلیق به تر هغه وخته دوام وکړی، څو د پناهندګانو داخلېدل د امریکا له ملی ګټو سره برابر شی.
په سپینې ماڼۍ د خپاره شوی بیان له مخې، د نوی اجرائیوی فرمان له مخې، چې د جنورۍ ۲۷، ۲۰۲۵ نافذېږی، د پناهندګانو د منلو پروګرام تر نامعلومې مودې پورې ځنډول کېږی. دا پرېکړه د هغو ستونزو له امله شوې چې د زیاتېدونکې مهاجرت له کبله د ځایی ټولنو لپاره رامنځته شوی دی. ټرمپ همداراز ویلی چې د امریکا ځینې سیمې نه شی کولی د زیاتو مهاجرینو او پناه غوښتونکو د منلو ظرفیت ولری، په ځانګړی ډول هغه سیمې چې د امریکا اتباعو لپاره یې موجودې سرچینې له فشار سره مخ کړی دی.
د نوروز خبرپاڼه
سپینې ماڼۍ د دې پرېکړې د توضیح په ترڅ کې ویلی چې د مهاجرتی منلو پروګرام باید یوازې هغو کسانو ته ځانګړی شی چې د امریکا په ټولنه کې مؤثره ادغام ته چمتو وی او د هېواد د امنیت او هوساینې لپاره ګواښ ونه ګڼل شی.
د تعلیق استثناوې
د سپینې ماڼۍ د راپور له مخې، که څه هم دا پرېکړه د پراخ تعلیق پالیسی لری، خو ځینې استثناوې به پکې موجودې وی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د کورنی امنیت وزیر ته به اجازه ورکړل شی چې په ځانګړو مواردو کې پناهندګان ومنی، خو یوازې په هغه صورت کې چې د هغوی داخلېدل د امریکا د ملی ګټو لپاره ګټور وی او د امنیتی خطر لامل نه شی.
مشوره له ایالتی او محلی چارواکو سره
د سپینې ماڼۍ د امر له مخې، د دې اجرائیوی فرمان یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې د ایالتی او محلی حکومتونو رول د پناهندګانو د استوګنې په پروسه کې وڅېړل شی. د کورنی امنیت وزیر او لوی څارنوال ته سپارښتنه شوې چې موجود قوانین وارزوی او مشخص کړی چې ایالتی او محلی حکومتونه د پناهندګانو د ځای پر ځای کولو په پروسه کې تر کومې کچې ونډه درلودای شی.
ټرمپ ویلی چې دا اجرائیوی فرمان د مالیاتو د منابعو د خوندی کولو او د داخلی امنیت د ساتنې لپاره صادر شوی دی. هغه همداراز یادونه کړې چې اوس مهال یوه ګڼ شمېر ایالتونه، لکه نیویارک او ماساچوست، د زیاتېدونکی مهاجرت له کبله د خپلو منابعو او زیربناوو پر فشار سربېره، اضطراری حالت اعلان کړی دی.
د مخکینی اجرائیوی فرمان لغوه کول
دا اجرائیوی فرمان د ۱۴۰۱۳ نمبر فرمان، چې د فبرورۍ په ۴، ۲۰۲۱ کې صادر شوی و، لغوه کوی. یاد فرمان د پناهندګانو د استوګنې د پروګرام بیا رغونې ته ځانګړی شوی و او د اقلیمی بدلون اغېزې یې د مهاجرت پر شرایطو ارزولې.
که څه هم، فدرالی چارواکو ټینګار کړی چې دا اقدام د دې لپاره ترسره شوی چې د مهاجرت او پناهندګۍ د مدیریت لپاره یوه نوې او مؤثره تګلاره جوړه شی.
د پناهندګانو د منلو بیا ارزونه
د دې اجرائیوی فرمان له مخې، د کورنی امنیت وزیر ته دنده سپارل شوې چې د بهرنیو چارو له وزیر سره په مشوره، ولسمشر ته منظم راپورونه وړاندې کړی. دا راپورونه به وڅېړی چې آیا د متحده ایالاتو د پناهندګانو د منلو پروګرام USRAP بیا فعالول د ملی ګټو سره سمون لری که نه.
دا راپورونه به هر ۹۰ ورځې وروسته وړاندې کېږی، ترڅو د مهاجرتی وضعیت او د پناهندګانو د منلو پروسه وارزوی.
د ټرمپ دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې مهاجرت او د پناهندګانو منل په متحده ایالاتو کې یو له مهمو سیاسی بحثونو څخه دی.
منتقدین باور لری چې دا پرېکړه به د زرګونو کسانو ژوند ته زیان ورسوی او د پناه غوښتونکو انسانی بحران ته به لا شدت ورکړی.



