د افغانستان او پاکستان د مهاجرینو د کرکټ ټورنمنټ په سکرمنتو کې

تیم افغان‌یانگسترز قهرمان شد

د افغانستان او پاکستان د مهاجرینو د کرکټ ټورنمنټ د سکرمنتو په کالیفورنیا کې د ۱۲ محلې کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شو.

دا دوه ورځنی ټورنمنټ د کالیفورنیا د افغان ټولنو له خوا د مس ټولنیزو خدماتو بنسټ په مالي ملاتړ تنظیم شوی و.

جعفر واحدي، د کالیفورنیا د افغان ټولنې مشر او د دې ټورنمنټ تنظیموونکی، وویل چې په دې سیالیو کې د افغانستان د مهاجرینو شپږ کرکټ لوبډلې او د پاکستان د مهاجرینو شپږ کرکټ لوبډلې ګډون کړی و. له سختو سیالیو وروسته، د افغانستان “افغان یانګسټرز” لوبډلې د پاکستان “مجستیک اکس آی” لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ټورنمنټ اتله شوه.

د نوروز خبرپاڼه

واحدي د دې ټورنمنټ د اصلي موخې په اړه وویل چې هدف یې د مهاجر ځوانانو وهڅول دي ترڅو د سپورټي فعالیتونو له لارې خپل استعدادونه وده ورکړي او په ټولنیزو او ورزشي فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي.

د “افغان یانګسټرز” کرکټ لوبډلې لوبغاړي د اتلولۍ له ترلاسه کولو وروسته. انځور د زاهدالله صافي د فېسبوک پاڼې څخه

په همدې حال کې، گلشن یوسفزی، د مس ټولنیزو خدماتو بنسټ رئیس او د دې ټورنمنټ مالي ملاتړ کوونکی، وایي چې د مهاجرینو ټولنې د فزیکي او رواني روغتیا ښه‌والي ته پاملرنه د دوی د سازمان اصلي تمرکز دی، او د دې سیالیو ملاتړ هم د همدې موخو او برنامو یوه برخه وه.

سلګونو افغان مهاجرینو، چې په سکرمنتو او شاوخوا ښارونو کې اوسیږي، له نږدې د دې سیالیو ننداره وکړه او د خپلې خوښې لوبډلې یې تشویق کړه.

دا د افغان یانګسټرز لوبډلې دویمه اتلولي ده چې د کالیفورنیا ایالت د افغان او پاکستاني مهاجرینو د کرکټ ټورنمنټونو کې یې ترلاسه کړې ده.

مطالب مرتبط

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

فوتر د نوي آیکونونو سره