کالیفورنیا د بحران په سیوري کې: د بې‌کوره‌ کېدل ریکارډ د طلایي ایالت کې ثبت شو

ډېر شمېر بې‌کوره کسان په کالیفورنیا ایالت کې د سن‌حوزه ښار په سړکونو او پارکونو کې د خپلو موټرو دننه ژوند کوي. د سن‌حوزه ښار د تایلر سړک. عکس: فیصل کریمي/نوروز

سکرمنتو، کالیفورنیا — د بې‌کوره‌توب بحران په کالیفورنیا کې په ۲۰۲۴ کال کې بې‌ساري کچې ته ورسېد، داسې چې د دې ایالت شاوخوا نیم سلنه اوسېدونکي له بې‌کوره‌توب سره لاس او ګریوان دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د کور جوړولو او ښاري پراختیا وزارت د کلني ارزونې راپور له مخې، کالیفورنیا په متحده ایالاتو کې د دویم لوړ بې‌کوره‌توب کچه لري، چې د ملي اوسط ۰.۲۳ سلنې په پرتله خورا لوړه ده.

راپور ښيي چې کالیفورنیا د ۲۰۲۴ کال په جریان کې ۱۸۷,۰۸۴ بې‌کوره وګړي لري، چې دا د هېواد تر ټولو لویه بې‌کوره ټولنه ده. همداراز، دا ایالت د بې‌سرپناه خلکو تر ټولو لوړه کچه لري، داسې چې ۴۸ تنه له هر ۱۰,۰۰۰ کسانو څخه په کالیفورنیا کې له یوه ثابت استوګنځي پرته ژوند کوي. دا شمېره د ملي اوسط دوه برابره زیاته ده.

د نوروز خبرپاڼه

د دې راپور له مخې، کالیفورنیا د لږ عاید لرونکو کسانو لپاره د ۲۱،۰۰۰ ارزانه استوګنځایونو له کمښت سره مخامخ دی. د کور کرایو لوړېدل او د تنخاګانو رکود دا بحران نور هم پراخ کړی دی.

په داسې حال کې چې د کور کرایې په دوامداره توګه لوړې شوې دي، ډېری کورنۍ د ژوندانه د لګښتونو په برابرولو کې پاتې راغلي او بې‌کوره‌توب ته اړ شوي دي. د کرونا وبا پر مهال د مالي او قانوني ملاتړ پای ته رسېدل، لکه د کورونو د خالي کولو ضد قوانین او د کرایې مرستې، هم ډېرې کورنۍ بې‌سرپناه کړې دي.

په دې راپور کې دا هم راغلي چې طبیعي افتونه او د کډوالو زیاتوالی هم دا بحران لا پسې پراخ کړی دی. د کالیفورنیا په شمالي او مرکزي سیمو کې پراخ اورلګېدنې زرګونه خلک بې‌کوره کړي، چې ډېری یې مجبور شوي په لنډمهاله سرپناوو یا سړکونو کې ژوند وکړي. دا وضعیت، په ځانګړې توګه د کورنیو او ماشومانو لپاره، لا ډېر بحراني شوی، ځکه چې د بې‌کوره ماشومانو شمېر په بې‌ساري توګه زیات شوی دی.

کالیفورنیا، چې د نړۍ له سترو اقتصادونو څخه ګڼل کېږي، په امریکا کې د تر ټولو ډېر بې‌کوره وګړو درلودونکې ایالت هم دی. راپور زیاتوي چې د دې ایالت هڅې، لکه د سرپناوو ظرفیت لوړول او د بې‌کوره‌توب د چټک حل لپاره لومړیتوب ورکول، لا هم د لوړېدونکې اړتیا پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

کارپوهان باور لري چې د دې بحران د کمولو لپاره باید د ارزانه استوګنځایونو په برخه کې ډېرې پانګونې وشي، د بې‌کوره‌توب د مخنیوي پروګرامونه عملي شي، او د استوګنې ته د لاسرسي نژادیز نابرابرۍ ته د حل لاره وموندل شي.

مطالب مرتبط

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

فوتر د نوي آیکونونو سره