په کالیفورنیا کې د کارکوونکو د حقوقو او خوندیتوب د لوړولو لپاره د نوو قوانینو مجموعه
حداقل دستمزد کارگران به ۱۶.۵ افزایش یافت
4 جنوري 2025
پرچم ایالت کالیفرنیا. عکس: برگفته از وب سایت موزیم کاپیتول
توسط: فیصل کریمی
کالیفورنیا د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د نوو کاري قوانینو مجموعه نافذوي، چې موخه یې د کارکوونکو خوندیتوب، رفاه او حقوق لوړول دي. دا قوانین، چې د ایالت د والي گاوین نیوسام له لوري لاسلیک شوي، د معاصر کاري سکتور مهم چیلنجونه په نظر کې نیسي او د کارکوونکو د لا زیاتې محافظت سبب ګرځي.
د تبعیض ضد قانون د کالیفورنیا د نوو قوانینو له مخې، کارفرمایان نور نشي کولای د کارکوونکو پر وړاندې د دوو یا زیاتو محافظتشویو ځانګړتیاوو لکه نژاد او جنسیت له مخې تبعیض وکړي. دا بدلون دا معنا لري چې که یو کارکوونکی هم د یوې ځانګړې اقلیت برخه وي او هم ښځه وي، کارفرما نشي کولای د هغې پر وړاندې تبعیض وکړي.
د غیر ضروري موټر چلولو جواز اړتیا لغوه کول د SB 110۰ قانون له مخې، کارفرمایان نور نشي کولای له کارکوونکو څخه د موټر چلولو جواز وغواړي، پرته له دې چې موټر چلول د دندې اساسي برخه وي. دا قانون د غیر ضروري غوښتنو له امله رامنځته شویو تبعیضونو د له منځه وړلو کې مرسته کوي.
د رخصتیو حقوق او قانوني ملاتړ کارفرمایان باید د هغو کارکوونکو پر وړاندې تبعیض یا تلافی ونه کړي چې د محکمې د احضاریې یا حقوقي پروسو د ترسره کولو له امله رخصتي اخلي. همدارنګه، کارفرمایان باید د هغو کارکوونکو د تبعیض یا تلافۍ مخه ونیسي چې د کورني تاوتریخوالي، جنسي تېري یا ځورونې له امله رخصتي اخلي. دغه کارکوونکي حق لري چې د محکمې د خوندیتوب حکم ترلاسه کولو، مشورې یا د کورني تاوتریخوالي د پناهځایونو د خدماتو لپاره له کار څخه رخصتي واخلی.
د جبري غونډو منع کول د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۱ نېټې څخه، د کالیفورنیا کارفرمایان نور نشي کولای چې د کاري ساعتونو پر مهال د سیاسي، مذهبي یا اتحادیوي تنظیماتو په اړه جبري غونډې راوبولي. که چیرې کارفرمایان دا قانون تر پښو لاندې کړي، نو هر تخلف لپاره ممکن د هر کارکوونکي په سر ۵۰۰ ډالر جریمه شي.
د فریلنس کارکوونکو ملاتړ د نوي قانون له مخې، کارفرمایان مکلف دي چې د فریلنس کارکوونکو مزد په قرارداد کې ټاکل شوې نېټه یا د پروژې له بشپړېدو ۳۰ ورځې وروسته ورکړي. همدارنګه، کارفرمایان باید د فریلنس کارکوونکو لپاره یو لیکلی قرارداد امضا کړي او دا سند باید لږ تر لږه څلور کاله وساتل شي. که چیرې فریلنس کارکوونکو ته مزد ورنه کړل شي، هغوی کولی شي محکمې ته شکایت وکړي او د وکیل د لګښتونو او نورو زیانونو خساره ترلاسه کړي.
د ټولنیزو ارزونو (ممیزی) پایلو افشا کول هغه کارفرمایان چې په خپله خوښه د ماشومانو کار په اړه ارزونې (ممیزی) ترسره کوي، باید د دغو ارزونو پایلې په خپل ویبسایت خپرې کړي. دا ارزونې د کارفرمایانو د کارکوونکو شرایط د ماشومانو د کار قوانینو سره پرتله کوي، او دا معلومات باید عامو خلکو ته د لاسرسي وړ وي.
د کارکوونکو د حقوقو علني کول کارفرمایان مکلف دي چې د خپلو کارکوونکو د حقوقو او مسؤلیتونو لیست د افشا کولو قوانینو سره سم، په واضح ډول د کار ځای کې نصب کړي. دا لیست باید داسې وي چې ټول کارکوونکي وکولی شي د خپلو حقوقو او مسؤلیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د معلولیت لرونکو کارکوونکو ملاتړ د SB 639 قانون چې په ۲۰۲۱ کال کې تصویب شوی و، له ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۱ نېټې څخه په بشپړ ډول نافذ شو، او معلولیت لرونکو کارکوونکو ته دا حق ورکوي چې د قانون له مخې د حداقل مزد ترلاسه کړي. دا قانون د هغه اجازو تدریجي لغوه کول تضمینوي چې له مخې یې معلولیت لرونکي کارکوونکي د حداقل مزد څخه کم معاش ترلاسه کاوه.