د کالیفورنیا کې د افغان مهاجر ښځو لویه غونډه

توسط: حسینا فضلی

 سکرمنتو، کالیفورنیا – د ده‌ها افغان مهاجر ښځو یوه ځانګړې غونډه کې په کالیفورنیا کې د ساکرامینتو ښار کې سره راټولې شوې تر څو د مهاجرت د ژوند چیلنجونو باندې خبرې وکړی او د خپلو ستونزو لپاره حل لارې ومومی. دا غونډه چې د «کالیفورنیا افغانانو د هیلې ټولنې» لخوا جوړه شوې وه، د دې فرصت برابرولو لپاره وه چې د نوې راغلې افغان مهاجرې ښځو مشکلاتو په اړه پوهه او نظرونه تبادله شی.

د غونډې ګډونوالې وایی چې په مهاجرت کې ژوند د ډېرو ستونزو سره مخ دی چې ځینې وختونه ښځې منزوی کوی او دوی ته د کور ناستې اړوی. د دې ستونزو له جملې څخه د افغانې ښځو لپاره مهم خنډونه عبارت دی له: د انګلیسی ژبې نشتوالی، د ګواهی نامه نشتوالی، قانونی مشکلات، کورنۍ محدودیتونه او تاوتریخوالی، د امریکایی تعلیمی اسنادو نشتوالی، او د مناسبې کاری موقعو کمښت.

جمیله احمدزی، د ښځو فعاله چې په ساکرامینتو ښار کې اوسیږی، وایی چې ډیری زده کړې شوې افغانې ښځې چې په افغانستان کې تخصصی کارونه درلودل، په امریکا کې د ژبنی خنډونو او د اسنادو د معادل کولو د پروسې نه پوهیدو له امله د مناسب کار موندلو توان نه لری.

د نوروز خبرپاڼه

هغې زیاتوی:

“ډیری دې ښځو ته معلومه نه ده چې څنګه کولی شی تعلیم ته دوام ورکړی او د مسلکی کارونو په برخه کې ځای پیدا کړی.”

په بل اړخ کې، لیانا سما، یوه بله ګډونواله، د کلتوری او کورنی خنډونو په اړه وویل:

“ډیری متاهلې ښځې په افغان مهاجره ټولنه کې د خپلو مېړه‌ګانو له لوری د کار او زده‌کړې اجازه نه ترلاسه کوی. دا یوه لویه اندیښنه ده چې ښځې د فردی او اقتصادی پرمختګ لپاره فرصتونه له لاسه ورکوی.”

د ملاتړ منابعو ته لاسرسی

د دې غونډې جوړوونکی د مهاجرې ښځو لپاره د خدماتو سازمانونو ته د لاسرسی او د پوهې پراختیا اهمیت ته ټینګار کوی. جعفر واحدی، د «کالیفورنیا افغانانو د هیلې ټولنې» رییس، په دې مراسمو کې وویل: “د دې غونډې هدف د ښځو لپاره د هغوی د حقوقو او فرصتونو په اړه پوهاوی زیاتول دی.”

د هغه په وینا، په دې پروګرام کې ۲۵۰ افغان مهاجرې ښځې د ۱۵ خدماتی ادارو سره چې د مهاجرت او پناهندګۍ د چارو په برخه کې فعالیت کوی، اړیکه ونیوه. دغه ادارې د ټیټو عایداتو لرونکو کورنیو لپاره د استوګنې مرستې، حقوقی مشورې، د مهاجرت لارښوونې، او د ماشومانو ملاتړ وړاندې کوی.

تمنا محمودی، یوه ګډونواله، ټینګار کوی چې افغان مهاجرې ښځې د امریکا په کاری سیستم او د شغل موقعو څخه ناڅاهدی له امله له ډیرو امکاناتو بې برخې پاتې کیږی. هغې وویل: “موږ ته د عملی تعلیم او لارښوونې اړتیا ده تر څو موږ کولی شو د خپلو ظرفیتونو څخه په دې نوی ټولنه کې ګټه پورته کړو.”

د دې غونډې یوه عمده اندیښنه د کالیفورنیا د افغان مهاجرې ټولنې کې د کورنی تاوتریخوالی زیاتوالی و. ځینې ګډونوالې وویل چې په ډېرو مواردو کې دغه تاوتریخوالی د میړه او ښځې جلا کیدل او حتی د حکومت د ادارو له خوا د ماشومانو د والدینو نه اخیستل کیدو ته لاره هواروی. ټولنیز فعالان باور لری چې د دې ستونزې د حل لپاره پوهه پراخول او د ملاتړ منابعو ته لاسرسی اړین دی.

د ښځو توانمندسازی

سره له دې ټولو ستونزو، د دې ډول غونډو جوړول د مهاجرې ښځو توانمندسازی په لور یوه مهمه ګام دی. کارپوهان باور لری چې د ښځو د ستونزو کمولو لپاره باید ځانګړې تعلیمی پروګرامونه په ژبنی، کاری مهارتونو، او د ښځو د حقوقو په اړه وړاندې شی.

د غونډې جوړوونکی هیله لری چې دغه رویداد به د افغان مهاجرې ښځو وضعیت د ښه کولو لپاره مؤثره خبرې اترې پیل کړی او د عملی حل لارو او دوامداره ملاتړ لپاره زمینه برابره کړی.

له نوروز مېډیا سره مرسته وکړئ
که دا مطلب ستاسو لپاره ګټور و، مهربانی وکړئ زموږ د کار ملاتړ وکړئ. ستاسو مرسته موږ سره مرسته کوی چې خپلو خلکو ته باوری خبرونه او ګټور معلومات وړاندې کړو.

مطالب مرتبط

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *