د افغان اتباعو د امریکا ته د انتقال د تفاهم لیک تمدید
						انتوني بلینکن، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دې وزارت د هغو افغان همکارانو د انتقال تفاهم لیک تمدید کړی چې امریکا ته د تلو غوښتونکي دي.
بلینکن ټینګار وکړ چې متحده ایالات به تل خپلو شریکانو ته د ملاتړ په برخه کې خپل تعهد ته ژمن پاتې شي.
د چهارشنبې په ورځ، د جنورۍ ۸، بلینکن په خپل X ټولنیز رسنیز حساب کې اعلان وکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د Afghan Evac سازمان سره تفاهم لیک تمدید کړی، ترڅو د افغانانو د انتقال او بیا میشتېدو بهیر ته دوام ورکړي.
د نوروز خبرپاڼه
We have renewed the memorandum of understanding with @afghanevac, continuing our vital partnership to relocate and resettle Afghan allies who stood beside the United States for over 20 years. The U.S. remains committed to our pledge to always stand with our partners.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) January 7, 2025
دغه سازمان، د بېلابېلو ادارو ائتلاف دی چې د افغانانو د انتقال او بیا میشتېدو لپاره د متحده ایالاتو له حکومت سره مرسته کوي.
افغانایوک د یوه لیک له لارې، چې سلګونو پخوانیو او اوسنیو امریکايي پوځیانو او چارواکو لاسلیک کړی، له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې د هغو افغانانو لپاره ځانګړي انتقالاتي پروګرامونه وساتي، چې د امریکا له حکومت سره یې د ۲۰ کلن جنګ پر مهال همکاري کړې او اوس د طالبانو له غچ اخیستو سره مخ دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې متحده ایالات به د هغو کسانو د انتقال بهیر ته دوام ورکړي، چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې یې له امریکا سره همکاري کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د خپلو افغان همکارانو د انتقال پروسه به دوام ومومي، په داسې حال کې چې په وروستیو ورځو کې هغه افغان کډوال، چې د امریکا ته د انتقال شرایط یې پوره کړي، په پاکستان کې له نیولو او شړلو سره مخامخ شوي دي.
له دې وړاندې، د امریکا د استازو جرګې یو قانوني طرحه تصویب کړې، چې د افغان شریکانو د انتقال د هڅو ملاتړ کوي، او د دې موضوع د تعقیب لپاره یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د یوه ځانګړي همغږي کوونکي د ټاکلو غوښتنه کړې.
د ۲۰۲۴ کال د افغانانو د انتقال د هڅو د تأسیس قانون، چې د امریکا د کانګرس په ویبسایټ کې خپور شوی، وایي چې دا همغږي کوونکی به د هغو افغان متحدینو د انتقال مسؤل وي، چې د انتقال شرایط یې پوره کړي. همداراز، نوموړی به د امریکا د اتباعو او دایمي استوګنو د وتلو اسانتیاوې برابروي.




