د افغانستان د کډوالو د ستونزو او فرصتونو د ارزونې سمینار په جنوبی کالیفورنیا کې ترسره شو

په جنوبی کالیفورنیا کې د “کډوال او په امریکا کې کلتوری او ټولنیزې ننګونې” تر عنوان لاندې سمینار ترسره شو
د افغانستان د کډوالو د ستونزو د ارزونې او لارښودۍ سمینار د “کډوال او په امریکا کې کلتوری او ټولنیزې ننګونې” تر عنوان لاندې د جنوبی کالیفورنیا په ښار کې ترسره شو.
دا پروګرام د جامی فرهنګی ټولنې له خوا، د پارس برابری مرکز او د افغان کډوالو د مرستې سازمان په همکارۍ، او د یو شمېر تازه راغلیو کډوالو په ګډون، تنظیم شوی و.
د نوروز خبرپاڼه
طارق بها، د جنوبی کالیفورنیا د جامی فرهنګی ټولنې مشر، نوروز ته وویل چې په دې غونډه کې د ماشومانو د روانی روغتیا، د مېړه او مېرمنې ترمنځ د حقونو درناوی، د کورنی تاوتریخوالی مخنیوی، او د امریکا د ټولنیزو او حقوقی مسایلو سره د کډوالو اشنا کول تر بحث لاندې ونیول شول.
نوموړی زیاته کړه چې د انګلیسی ژبې نه پوهېدل، د ورځنی ژوند چارو تنظیم، د ډاکټر وخت اخیستل، د روغتیایی بیمې نهآګاهی، او له ښوونځیو سره د تعامل څرنګوالی، هغه لومړنی خنډونه دی چې تازه راغلی کډوال ورسره مخامخ دی. دغه اندېښنې هم په دې ناسته کې مطرح شوې.
د دې پروګرام په څنډه کې، د تازه راغلیو مهاجر ماشومانو لپاره د نقاشۍ ورکشاپونه هم ترسره شول، او د ناستې په پای کې د ماشومانو نقاشۍ نندارې ته وړاندې شوې.



