د مهاجرینو د مشروطه استوګنې پروګرام د پای ته رسیدو په اړه د حقوقی او مدنی ټولنو د بنسوټونو اعلامیه

توسط: نوروز مدیا

د امریکا د کورنی امنیت وزارت لخوا د یو شمیر مهاجرینو د مشروطه استوګنې د پای ته رسولو رسمی اعلان وروسته، په کالیفورنیا کې حقوقی او مدنی ټولنېز بنسوټونه وروستی تحولات په اندیښنی سره څاری.

سپوژمی نصیری، چې په امریکا کې میشته د مهاجرت وکیله ده او د سپوژمی ناصری د حقوقی بنسټ مشره ده، وویل ؛د متحده ایالاتو د کورنی امنیت وزارت (دی اچ ایس) لخوا د ناڅاپی پریکړې په اړه نور بشپړ معلومات یا وضاحت شتون نلری.؛ هغه په ​​ټول هیواد کې د مهاجرت وکیلانو سره په اړیکه کې دا ټینګار کوی چې مهاجرین باید د خپل مهاجرت حال د خوندی ساتلو لپاره اړین اقدامات وکړی.

سپوژمی نصیری دا هم وایی که چیرې یو کس مخکې د (Parole)یا مشروطه استوګنی په اساس د دندی جواز ترلاسه کړی وی او د پناه غوښتنې یا د ځانګړی مهاجرت ویزې یعنی (SIV) لپاره یې غوښتنه کړې وی، نو دوی باید د خپلې (SIV) قضیې پراساس د دندی جواز لپاره نوی غوښتنلیکونه وسپاری. د دی سره به دا ډاډ ترلاسه شی چې د هغوی د دندی جواز په سمه توګه د هغوی اوسنی مهاجرت حالت سره سمون لری.

د نوروز خبرپاڼه

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی دی:

هغه کسان چې مخکې له مخکې یې د مهاجرت غوښتنلیکونه یی سپارلی وی باید تل د خپل مهاجرت اسنادونو یوه کاپی له ځان سره ولری ترڅو د اړتیا په وخت کې یی چارواکو ته وښایی.

هغه کسان چې لا تر اوسه یې د مهاجرت لپاره غوښتنلیکونه نه دی ورکړی باید بې له ځنډه د مهاجرت ویزو پروګرام لکه (SIV) او نورو ورته لارو او پروګرامونو څخه د غوښتنلکونو په سپارختنو کښی اقدامات وکړی.

په ورته حال کښی د کالیفورنیا افغانانو هیلی ټولنی هم اعلان کړی چې د هغو مهاجرو تر څنګ به ودریږی کوم چې د ډیپورټ یا د امریکا د ویستلو خطر سره مخ دی. د دې ټولنې مشر جعفر واحدی وویل، ؛د افغانانو د هیلی ټولنه د حقوقی او مدنی بنسوټونو سره په همکارۍ کار کوی چې اړینی قانونی سرچینې برابرې کړی او د کالیفورنیا په ایالت کې د ملاتړ او د لاس نیوی په اړه تدابیر پورته کړی.

همدارنګه، نوروز رسنی، چې په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو لپاره یوه ټولن میشته رسنۍ ده، اعلان کړی چې دوی به د رسمی او قانونی سرچینو څخه وروستی او تازه معلومات د خپلې درې ژبو ویب پاڼې لخوا (په دری، پښتو او انګریزی ژبو) او ټولنیزو رسنیو پاڼو له لارې چمتو کړی. دا رسنۍ ژمنه کوی چی د کډوالو اندیښنو ته په هر اړخیز ډول ځواب ووایی او کډوال ده وروستیو تحولاتو څخه خبر وساتی.

مهمه یادونه:

دا پیغام یوازې د عمومی معلوماتو لپاره دی او باید د قانونی مشورې په توګه ونه ګڼل شی. ستاسو د انفرادی وضعیت سره سم قانونی مرستو ترلاسه کولو لپاره، سپارښتنه کیږی چې د مهاجرت تجربه لرونکی وکیل سره اړیکه ونیسئ.

په درناوی.

د کډوالو مشورتی او همکار بنسوټونه

د سپوژمی ناصری حقوقی بنسټ

د افغان-امریکایی ټولنیز بنسټ
د افغانانو د هیلې ټولنه

له نوروز مېډیا سره مرسته وکړئ
که دا مطلب ستاسو لپاره ګټور و، مهربانی وکړئ زموږ د کار ملاتړ وکړئ. ستاسو مرسته موږ سره مرسته کوی چې خپلو خلکو ته باوری خبرونه او ګټور معلومات وړاندې کړو.

مطالب مرتبط

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *