د افغان اتباعو د امریکا ته د انتقال د تفاهم لیک تمدید
انتونی بلینکن، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دې وزارت د هغو افغان همکارانو د انتقال تفاهم لیک تمدید کړی چې امریکا ته د تلو غوښتونکی دی.
بلینکن ټینګار وکړ چې متحده ایالات به تل خپلو شریکانو ته د ملاتړ په برخه کې خپل تعهد ته ژمن پاتې شی.
د چهارشنبې په ورځ، د جنورۍ ۸، بلینکن په خپل X ټولنیز رسنیز حساب کې اعلان وکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د Afghan Evac سازمان سره تفاهم لیک تمدید کړی، ترڅو د افغانانو د انتقال او بیا میشتېدو بهیر ته دوام ورکړی.
د نوروز خبرپاڼه
We have renewed the memorandum of understanding with @afghanevac, continuing our vital partnership to relocate and resettle Afghan allies who stood beside the United States for over 20 years. The U.S. remains committed to our pledge to always stand with our partners.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) January 7, 2025
دغه سازمان، د بېلابېلو ادارو ائتلاف دی چې د افغانانو د انتقال او بیا میشتېدو لپاره د متحده ایالاتو له حکومت سره مرسته کوی.
افغانایوک د یوه لیک له لارې، چې سلګونو پخوانیو او اوسنیو امریکایی پوځیانو او چارواکو لاسلیک کړی، له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې د هغو افغانانو لپاره ځانګړی انتقالاتی پروګرامونه وساتی، چې د امریکا له حکومت سره یې د ۲۰ کلن جنګ پر مهال همکاری کړې او اوس د طالبانو له غچ اخیستو سره مخ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن ویلی چې متحده ایالات به د هغو کسانو د انتقال بهیر ته دوام ورکړی، چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې یې له امریکا سره همکاری کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د خپلو افغان همکارانو د انتقال پروسه به دوام ومومی، په داسې حال کې چې په وروستیو ورځو کې هغه افغان کډوال، چې د امریکا ته د انتقال شرایط یې پوره کړی، په پاکستان کې له نیولو او شړلو سره مخامخ شوی دی.
له دې وړاندې، د امریکا د استازو جرګې یو قانونی طرحه تصویب کړې، چې د افغان شریکانو د انتقال د هڅو ملاتړ کوی، او د دې موضوع د تعقیب لپاره یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د یوه ځانګړی همغږی کوونکی د ټاکلو غوښتنه کړې.
د ۲۰۲۴ کال د افغانانو د انتقال د هڅو د تأسیس قانون، چې د امریکا د کانګرس په ویبسایټ کې خپور شوی، وایی چې دا همغږی کوونکی به د هغو افغان متحدینو د انتقال مسؤل وی، چې د انتقال شرایط یې پوره کړی. همداراز، نوموړی به د امریکا د اتباعو او دایمی استوګنو د وتلو اسانتیاوې برابروی.




