د کالیفورنیا کې د افغان مهاجر ښځو لویه غونډه
سکرمنتو، کالیفورنیا – د دهها افغان مهاجر ښځو یوه ځانګړې غونډه کې په کالیفورنیا کې د ساکرامینتو ښار کې سره راټولې شوې تر څو د مهاجرت د ژوند چیلنجونو باندې خبرې وکړي او د خپلو ستونزو لپاره حل لارې ومومي. دا غونډه چې د «کالیفورنیا افغانانو د هیلې ټولنې» لخوا جوړه شوې وه، د دې فرصت برابرولو لپاره وه چې د نوې راغلې افغان مهاجرې ښځو مشکلاتو په اړه پوهه او نظرونه تبادله شي.
د غونډې ګډونوالې وايي چې په مهاجرت کې ژوند د ډېرو ستونزو سره مخ دی چې ځینې وختونه ښځې منزوي کوي او دوی ته د کور ناستې اړوي. د دې ستونزو له جملې څخه د افغانې ښځو لپاره مهم خنډونه عبارت دي له: د انګلیسي ژبې نشتوالی، د ګواهی نامه نشتوالی، قانوني مشکلات، کورنۍ محدودیتونه او تاوتریخوالی، د امریکایي تعلیمي اسنادو نشتوالی، او د مناسبې کاري موقعو کمښت.
جمیله احمدزي، د ښځو فعاله چې په ساکرامینتو ښار کې اوسیږي، وايي چې ډیری زده کړې شوې افغانې ښځې چې په افغانستان کې تخصصي کارونه درلودل، په امریکا کې د ژبني خنډونو او د اسنادو د معادل کولو د پروسې نه پوهیدو له امله د مناسب کار موندلو توان نه لري.
د نوروز خبرپاڼه
هغې زیاتوي:
“ډیری دې ښځو ته معلومه نه ده چې څنګه کولی شي تعلیم ته دوام ورکړي او د مسلکي کارونو په برخه کې ځای پیدا کړي.”
په بل اړخ کې، لیانا سما، یوه بله ګډونواله، د کلتوري او کورني خنډونو په اړه وویل:
“ډیری متاهلې ښځې په افغان مهاجره ټولنه کې د خپلو مېړهګانو له لوري د کار او زدهکړې اجازه نه ترلاسه کوي. دا یوه لویه اندیښنه ده چې ښځې د فردي او اقتصادي پرمختګ لپاره فرصتونه له لاسه ورکوي.”
د ملاتړ منابعو ته لاسرسی
د دې غونډې جوړوونکي د مهاجرې ښځو لپاره د خدماتو سازمانونو ته د لاسرسي او د پوهې پراختیا اهمیت ته ټینګار کوي. جعفر واحدي، د «کالیفورنیا افغانانو د هیلې ټولنې» رییس، په دې مراسمو کې وویل: “د دې غونډې هدف د ښځو لپاره د هغوی د حقوقو او فرصتونو په اړه پوهاوی زیاتول دي.”
د هغه په وینا، په دې پروګرام کې ۲۵۰ افغان مهاجرې ښځې د ۱۵ خدماتي ادارو سره چې د مهاجرت او پناهندګۍ د چارو په برخه کې فعالیت کوي، اړیکه ونیوه. دغه ادارې د ټیټو عایداتو لرونکو کورنیو لپاره د استوګنې مرستې، حقوقي مشورې، د مهاجرت لارښوونې، او د ماشومانو ملاتړ وړاندې کوي.
تمنا محمودي، یوه ګډونواله، ټینګار کوي چې افغان مهاجرې ښځې د امریکا په کاري سیستم او د شغل موقعو څخه ناڅاهدي له امله له ډیرو امکاناتو بې برخې پاتې کیږي. هغې وویل: “موږ ته د عملي تعلیم او لارښوونې اړتیا ده تر څو موږ کولی شو د خپلو ظرفیتونو څخه په دې نوي ټولنه کې ګټه پورته کړو.”
د دې غونډې یوه عمده اندیښنه د کالیفورنیا د افغان مهاجرې ټولنې کې د کورني تاوتریخوالي زیاتوالی و. ځینې ګډونوالې وویل چې په ډېرو مواردو کې دغه تاوتریخوالی د میړه او ښځې جلا کیدل او حتی د حکومت د ادارو له خوا د ماشومانو د والدینو نه اخیستل کیدو ته لاره هواروي. ټولنیز فعالان باور لري چې د دې ستونزې د حل لپاره پوهه پراخول او د ملاتړ منابعو ته لاسرسی اړین دي.
د ښځو توانمندسازي
سره له دې ټولو ستونزو، د دې ډول غونډو جوړول د مهاجرې ښځو توانمندسازي په لور یوه مهمه ګام دی. کارپوهان باور لري چې د ښځو د ستونزو کمولو لپاره باید ځانګړې تعلیمي پروګرامونه په ژبني، کاري مهارتونو، او د ښځو د حقوقو په اړه وړاندې شي.
د غونډې جوړوونکي هیله لري چې دغه رویداد به د افغان مهاجرې ښځو وضعیت د ښه کولو لپاره مؤثره خبرې اترې پیل کړي او د عملي حل لارو او دوامداره ملاتړ لپاره زمینه برابره کړي.


